ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د داعش ډلې يو مهم غړى نيول شوى

جوزجان کې د داعش ډلې يو مهم غړى نيول شوى

author avatar
26 Mar 2017 - 16:59
جوزجان کې د داعش ډلې يو مهم غړى نيول شوى
author avatar
26 Mar 2017 - 16:59

شبرغان (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په شبرغان ښار کې امنيتي ځواکونو د اختر بلال په نوم د داعش ډلې يو مهم غړى له يوه بل کس سره يو ځاى نيولى دى.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل، اختر بلال له دې مخکې د شبرغان- سرپل لارې په اوږدو کې د طالبانو په لیکو کې د دولت ضد کارونه کول، خو له يوې مودې راهيسې د داعش له يوه بل مهم غړي قاري حکمت سره يو ځاى شوى و.

هغه زياته کړه، اختر بلال د يوې پنځوس کسيزې ډلې مشري پر غاړه درلوده چې د قتل، انسان تښتونې او وسله والو غلاوو په ٢٨ قضيو کې يې لاس درلود چې په پايله کې د منګوټي په کلي کې د ياد ولايت د ملي امنيت د منسوبنيو له لوري د يوه عملياتي پلان په ترڅ کې ونيول شو.

د جوزجان د والي وياند وويل: "د تېر کال په لومړيو کې د سرپل- شبرغان د لويې لارې په اوږدو کې له دريو همکارانو سره يو ځاى د سرپل د محکمې ریاست، د ياد ولايت د برېښنا رياست، د کليو او پراختيا رياست او پوهنې رياست کار کوونکي د ياد کس له لوري تښتول شوي وو."

دغه راز غفوري وويل، د داعش ډلې ياد مهم غړى د خپلې خور په قتل او نورو قضيو کې هم لاس لري او خپل ډېرى فعاليتونه يې د شبرغان- سرپل لارې په اوږدو کې ترسره کول او يادې سيمې ته يو لوى ګواښ جوړ شوى و چې په نيول کېدو سره به يې وضعيت ښه شي.

د سرپل او جوزجان ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي چې ډېرى يې د سرپل- شبرغان له لارې تګ راتګ کوي، د ياد کس پر نيول کېدو خوښ دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستانی وايي چې تېر کال د شبرغان- سرپل لارې په اوږدو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم له لوري د عملياتو له ترسره کولو وروسته د دې لارې امنيت ټينګ شوى و.

خو د هغه په وينا، ياده لويه لار په وروستۍ يوه مياشت کې يو ځلې بيا د اختر بلال د ډلې له لوري نا امنه شوې وه چې د هغه په نيول کېدو سره به د يادې لارې په امنيت کې مثبت بدلون راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.