ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بغلان له يو شمېر ښوونځيو دې افغان ځواکونه ووځي”

“د بغلان له يو شمېر ښوونځيو دې افغان ځواکونه ووځي”

author avatar
26 Mar 2017 - 20:10
“د بغلان له يو شمېر ښوونځيو دې افغان ځواکونه ووځي”
author avatar
26 Mar 2017 - 20:10

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٦): د بغلان مسوولين وايي، حکومت بايد د ناامنو سيمو له هغو ښوونځيو څخه افغان امنيتي ځواکونه وباسي چې پوځي اډې يې په کې جوړې کړې دي.

د بغلان د پوهنې رئيس غلام محي الدين پيکان حيدري، نن د ښوونځي د زنګ وهلو په مراسمو کې وويل، سره له دې چې په بغلان ولايت کې ٨١ ښوونځي له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي، خو د ملي اردو ځواکونه د ولايت په مرکزي بغلان، ډنډ غوري، چشمه شېر او باغ شمال سيمو د ١١ ښوونځيو په ځينو ټولګيو کې ځاى په ځاى شوي دي.

ده زياته کړه، د ملي اردو ځواکونو له دې جملې څخه دوه ښوونځي پرېښي او په پاتې نهو کې لا موجود دي.

هغه له نظامي مسوولينو وغوښتل چې ياد شوي ښوونځي هم خالي کړي.

ده زياته کړه، په بغلان کې د ملي اردو عملياتي قومندان تورنجنرال شعورګل ورسره ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به دا ښوونځي د ملي اردو ځواکونه پرېږدي.

د بغلان د ولايتي شورا مشر اسدالله شهباز هم د بغلان پر سیمه ییزې ادارې غږ وکړ، چې له یادو ښوونځیو څخه دې افغان امنیتي ځواکونه وباسي، ترڅو زده کوونکي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د بغلان والي عبدالحى نعمتي وايي، که څه هم د دې ولایت په ځینو ناامنه سیمو کې چې مخالف وسله وال په کې پراخ شتون لري، د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصې دي، خو د ناامنیو له امله نه شي کولی چې ښوونځیو ته ولاړ شي.

ده زياته کړه، د دې ترڅنګ له ځینو ښوونځو څخه د افغان امنیتی ځواکونو پوځي اډې جوړول یو بل لامل دی چی له امله یې زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د ويلو ده، چې له کندوز ولایت وروسته، وسله  والو طالبانو خپل زیاتره تحرکات د بغلان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پيل کړل، چې له امله يې زياتره سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او حکومت هم د یادو سیمو د بېرته نیولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړل، چې د عملیاتو په بهیر کې افغان سرتېرو له ښوونځیو څخه هم د نظامي اډې په توګه کار واخیست او لا هم په ځینو ښوونځیو کې مېشت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.