د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د والي وياند له ځينو رسنيو بښنه وغوښته

د بلخ د والي وياند له ځينو رسنيو بښنه وغوښته

Mar 26, 2017 - 17:57

مزارشريف (پژواک، ۶ وری ۹۶): د مزارشريف ځينو خبريالانو د بلخ ولايت مقام د تېرې ورځې د ولسمشر د غونډې په تړاو په دوه ګوني چلند تورن کړ.

خبريالانو په ولايت مقام تور پورې کړ چې ټولو رسنیو ته په يو ارزښت نه ګوري او تل هڅه کوي  ځانګړې کړۍ خبريالان پروګرامونو ته خبر کړي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول د ولسمشر د تېرې ورځې غونډې په تړاو د ځينو خبريالانو د نه خبرېدو په اړه بښنه وغوښته او دغه چاره يې قصدي ونه بلله.

د وري په ۵مه، ولسمشر محمد اشرف غني، مزارشريف ښار ته سفر درلود چې د يوې غونډې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته وينا وکړه.

د دې ولايت يو شمېر خبريالان د وري په ۶مه د شمال زون په نى دفتر کې د خبري ناستې په ترڅ کې د ولسمشر د غونډې په اړه د نه خبرېدو په تړاو په ولايت مقام د دوه ګوني چلند تور پورې کړ.

په بلخ کې د شمشاد خبريال جاوېد واک، يو له هغو خبريالانو و چې يادې غونډې ته د ولايت مقام له خوا نه و خبر کړای شوی.

نوموړي په خبري ناسته کې وويل، ولايت مقام بايد د بيان ازادۍ له مخې ټولو رسنيو ته په يوه سترګه وګوري.

د هغه په وينا، د دولتي چارواکو ورته چلند د خبريالانو او دولتي ارګانونو تر منځ واټن پيدا کوي، چې ښې پايلې نه لري.

واک هيله وښوده چې له دې وروسته بايد دغه ډول عمل تکرار نه شي.

د سلام وطندار خبريالې شيلا بهير هم وويل چې د ولسمشر د تېرې ورځې غونډې ته د ولايت مقام له خوا نه ده بلل شوې.

نوموړې زياته کړه، يواځې دې غونډې ته نه، بلکې د ولايت مقام ډېری پروګرامونو ته نه خبرول کېږي.

د هغې په وينا، د ولسمشر په تېر ځل راتګ کې هم سلام وطندار راډيو ته خبر نه و ورکړل شوی.

نوموړې جدي غوښتنه وکړه چې بايد له دې وروسته د ولايت مقام له خوا هر پروګرام ته خبره کړای شي.

په بلخ کې د نى دفتر مسوولې مبينې خيراندېش له دولتي مسوولینو هيله وکړه چې بايد له رسنيو سره يو ډول چلند وکړي.

نوموړې زياته کړه، دوی تل هڅه کوي د خبريالانو او دولتي چارواکو تر منځ هر ډول ناهمغږي له منځه يوسي.

هغې هم هيله څرګنده کړه چې ورته چارې بايد بيا تر سره نه شي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد، چې يادې خبري ناسته ته رابلل شوى و، له هغو رسنيو بښنه وغوښته چې د تېرې ورځې غونډې ته ناخبره پاتې شوي وو.

ده زياته کړه، دغه چاره قصداً نه ده شوې او په خپلې سهوې يې پښېمانتيا وښودله.

د هغه په وينا، دوی د بيان ازادۍ ته درناوی لري او له دې وروسته به هڅه کوي چې ورته سهوې په هېڅ ډول تکرار نه شی.

په ياده خبري ناسته کې د شمشاد تلوېزون، سلام وطندار راډيو، عصر نو ورځپاڼې، نسل نوين راډيو، بيدار دولتي ورځپاڼې، ۲۴ تلوېزون او ديد خبري اژانس خبريالانو شکايتونه وکړل، چې د تېرې ورځې غونډې ته نه و خبر کړای شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan