کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٦): ارګ او اجرائیه رياست وايي چې د حکومت مشران د هېواد اوسنيو سختو او حساسو شرايطو ته په پام سره د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر له خپلو رخصتيو استفاده نه کوي، بلکې د رخصتيو په ورځو کې هم په رسمي کارونو بوخت دي.
د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي چې د ولسمشر رسمي کار د سهار له ٨:٠٠ پيل او د شپې تر ٨:٠٠ پورې دوام لري، خو ولسمشر په پرله پسې ډول خپل کار د سهار له اتو وړاندې د رسنيو د خبرونو په کتلو پيلوي او د خپل رسمي کار له پاى ته رسېدو وروسته هم رسمي ليدنې لري او دوسيې مطالعه کوي.
هغه زياته کړه چې ولسمشر د ورځې په اوږدو کې دوه ساعته (له ١:٠٠ تر ٣:٠٠ بجو) پورې وقفه لري.
نوموړي له کورنيو او بهرنيو مېلمنو لکه بهرنيو سفيرانو او د هېوادونو له پلاوو سره ليدنه د ولسمشر بله بوختيا وبلله او ويې ويل چې د نورو رسمي بوختياوو او ناستو له مشرۍ پرته ولسمشر د هېواد د جګړې او اقتصادي وضعيت مديريت هم کوي.
مرتضوي وويل: ((ولسمشر د خپل رسمي کار له پاى ته ورسولو وروسته چې کله کور ته ځي، له يو شمېر وګړو سره د ملاقات تر څنګ شاوخوا لس دوسيې هم له ځان سره وړي او د شپې په اوږدو کې يې مطالعه کوي، د دوسيو شته ستونزې په ګوته کوي او سبا ته يې په اړه اړينې لارښوونې کوي.))
د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست وويل چې ولسمشر د جمعې ورځې په رخصتيو کې هم د جمعې ورځې لمانځه ادا کولو او له خلکو سره د ليدنې تر څنګ د خلکو د ستونزو د حل په موخه يو شمېر ولايتونو ته هم سفرونه کوي، هغه زياته کړه: ((د ولسمشر بوختيا نهايت زياته ده.))
نوموړي په دې اړه چې ايا ولسمشر د نورو ولسمشرانو په څېر رسمي رخصتي لري که نه؟ وويل: ((څنګه چې د نورو هېوادونو ولسمشران د رخصتيو پر مهال مېلو، پارکونو او نورو ښارونو ته ځي، له بده مرغه چې د افغانستان شرايط داسې نه دي، له ولسمشر يې دا فرصت اخيستى دى.))
د هغه په خبره، ولسمشر د هېواد خرابو شرايطو له امله ډېر کار او هڅه کوي،
څو د دولتي بنسټونو ظرفيت اوچت کړي او هغو کسانو ته لار پرانېزي چې راتلونکي کې د حکومت مسووليت پر غاړه اخلي.
د اجرايي رياست مرستيال احمد اميد ميثم هم وايي چې د هېواد اوسني حساس او نازک شرايط ايجابوي چې اجرائیه مشر شپه او ورځ د هېواد پر اوضاع څارنه وکړي، له همدې امله نه يوازې چې په رسمي ورځو، بلکې د رخصتۍ په ورځو کې هم خلکو ته په کار او خدمت بوخت دى.
نوموړي زياته کړه چې د حکومت د اجرائیه مشر رسم
ي کار د سهار له ٩:٠٠ بجو پيل او د ماښام تر ٧:٠٠ بجو پورې دوام کوي، خو ځينې ورځې له رسمي ورځو وروسته هم د شپې تر ناوخته پورې رسمي کارونه ترسره کوي.
ميثم زياته کړه چې د حکومت اجرائیه مشر د نورو رسمي کارونو تر څنګ د وزيرانو شورا ناستو، د ملي امنيت شورا د کمېټو ناستو، د کډوالو عالي شورا ناستو، د ښاري عالي شورا ناستو، د اوبو عالي شورا ناستو، د تدارکاتو کمېسيون او نورو شوراګانو په ناستو کې ګډون کوي، د کار د غوره ترسره کېدو لپاره اړينې لارښوونې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن