د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د حکومت مشران ولې له خپلو رخصتيو استفاده نه کوي؟

د حکومت مشران ولې له خپلو رخصتيو استفاده نه کوي؟

Mar 28, 2017 - 14:42

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٦): ارګ او اجرائیه رياست وايي چې د حکومت مشران د هېواد اوسنيو سختو او حساسو شرايطو ته په پام سره د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر له خپلو رخصتيو استفاده نه کوي، بلکې د رخصتيو په ورځو کې هم  په رسمي کارونو بوخت دي.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي چې د ولسمشر رسمي کار د سهار له ٨:٠٠ پيل او د شپې تر ٨:٠٠ پورې دوام لري، خو ولسمشر په پرله پسې ډول خپل کار د سهار له اتو وړاندې د رسنيو د خبرونو په کتلو پيلوي او د خپل رسمي کار له پاى ته رسېدو وروسته هم رسمي ليدنې لري او دوسيې مطالعه کوي.

هغه زياته کړه چې ولسمشر د ورځې په اوږدو کې دوه ساعته (له ١:٠٠ تر ٣:٠٠ بجو) پورې وقفه لري.

نوموړي له کورنيو او بهرنيو مېلمنو لکه بهرنيو سفيرانو او د هېوادونو له پلاوو سره ليدنه د ولسمشر بله بوختيا وبلله او ويې ويل چې د نورو رسمي بوختياوو او ناستو له مشرۍ پرته ولسمشر د هېواد د جګړې  او اقتصادي وضعيت مديريت هم کوي.

مرتضوي وويل: ((ولسمشر د خپل رسمي کار له پاى ته ورسولو وروسته چې کله کور ته ځي، له يو شمېر وګړو سره د ملاقات تر څنګ شاوخوا لس دوسيې هم له ځان سره وړي او د شپې په اوږدو کې يې مطالعه کوي، د دوسيو شته ستونزې په ګوته کوي او سبا ته يې په اړه اړينې لارښوونې کوي.))

د ارګ د مطبوعاتي دفتر سرپرست وويل چې ولسمشر د جمعې ورځې په رخصتيو کې هم د جمعې ورځې لمانځه ادا کولو او له خلکو سره د ليدنې تر څنګ د خلکو د ستونزو د حل په موخه يو شمېر ولايتونو ته هم سفرونه کوي، هغه زياته کړه: ((د ولسمشر بوختيا نهايت زياته ده.))

نوموړي په دې اړه چې ايا ولسمشر د نورو ولسمشرانو په څېر رسمي رخصتي لري که نه؟ وويل: ((څنګه چې د نورو هېوادونو ولسمشران د رخصتيو پر مهال مېلو، پارکونو او نورو ښارونو ته ځي، له بده مرغه چې د افغانستان شرايط داسې نه دي، له ولسمشر يې دا فرصت اخيستى دى.))

د هغه په خبره، ولسمشر د هېواد خرابو شرايطو له امله ډېر کار او هڅه کوي، ​

څو د دولتي بنسټونو ظرفيت اوچت کړي او هغو کسانو ته لار پرانېزي چې راتلونکي کې د حکومت مسووليت پر غاړه اخلي.

د اجرايي رياست مرستيال احمد اميد ميثم هم وايي چې د هېواد اوسني حساس او نازک شرايط ايجابوي چې اجرائیه مشر شپه او ورځ د هېواد پر اوضاع څارنه وکړي، له همدې امله نه يوازې چې په رسمي ورځو، بلکې د رخصتۍ په ورځو کې هم خلکو ته په کار او خدمت بوخت دى.

نوموړي زياته کړه چې د حکومت د اجرائیه مشر رسم

ي کار د سهار له ٩:٠٠ بجو پيل او د ماښام تر ٧:٠٠ بجو پورې دوام کوي، خو ځينې ورځې له رسمي ورځو وروسته هم د شپې تر ناوخته پورې رسمي کارونه ترسره کوي.

ميثم زياته کړه چې د حکومت اجرائیه مشر د نورو رسمي کارونو تر څنګ د وزيرانو شورا ناستو، د ملي امنيت شورا د کمېټو ناستو، د کډوالو عالي شورا ناستو، د ښاري عالي شورا ناستو، د اوبو عالي شورا ناستو، د تدارکاتو کمېسيون  او نورو شوراګانو په ناستو کې ګډون کوي، د کار د غوره ترسره کېدو لپاره اړينې لارښوونې کوي.

د هغه په خبره، د بېلابېلو هېوادونو له سفيرانو، د ناټو له قوماندان، د نړيوالو ادارو له مشرانو، د بېلابېل


و هېوادونو له استازو، د پېښو کمېټې، په ملي شورا کې د خلکو له استازو، د ولايتونو له مشرانو په ځانګړي دول د امنيتي، اقتصادي او ولايتونو کې د شته نا خوالو په اړه له هغوى سره ليدنې کتنې د حکومت د اجرائیه مشر له نورو کارونو څخه ګڼل کېږي.

هغه وويل چې  اجرائیه مشر د حکومت د کار کوونکي په توګه کولى شي چې له خپلو رسمي رخصتيو نه د نورو کارکوونکو په څېر ګټه واخلي، نوموړي زياته کړه: ((دا چې د هېواد شرايط حساس دي او اجرائیه مشر همېشه د حکومت د کليدي چارواکي په توګه پر وضعيت څارنه او مراقبت کوي، نو نه شي کولى چې له رخصتيو ګټه واخلي.))

خو د نوموړي په خبره، که چېرې د تفريح په پلمه هم چېرته ولاړ شي، بيا هم له خلکو سره ليدنې کوي، د هغوى ستونزې اوري او د حل په موخه يې اقدام کوي.

ایا د حکومت مشران رخصتی لري؟

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستيال ګل احمد مددزي وويل چې په قانون کې د دولت د عادي کارکوونکو لپاره رخصتي په پام کې نيول شوې ده، خو د لوړ پوړو دولتي چارواکو لکه ولسمشر، اجرايي مشر او وزيرانو په نوم مشخصه رخصتي په پام کې نه نيول شوې.

خو هغه زياته کړه، دا چې رخصتي د چارواکو حق دى، کولى شي چې د دولتي کارکوونکو په توګه ترې ګټه واخلي، نوموړي زياته کړه: ((که چېرته د دولت لوړ پوړي چارواکي هم د دولت مامورين وبولو، په دې صورت کې کولى شي چې هر کال ٢٠ ورځې تفريحي رخصتي واخلي، ٢٠ ورځې يې د ناروغۍ رخصتي کېږي، ٤٠ ورځې هم د نورو دولتي کارکوونکو په څېر  د حج مراسمو ادا کولو لپاره لري.))

مددزي د انسان د خستګۍ لرې کېدو لپاره رخصتي مهمه وبلله او ویې ويل چې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم انسانان دي، د خپلو ستړياوو د لرې کولو لپاره کولى شي چې له رخصتۍ نه ګټه واخلي، د جمعې او نورو ورځو په اوږدو کې مکلفيت نه لري چې خپل دفتر ته لاړ شي او کار وکړي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستيال زياته کړه: ((په نورو هېوادونو کې ولسمشر، د دولت رييس او د دولت لوړ پوړي چارواکي په دې سبب چې هر انسان په فزيکي او بيولوژيکي لحاظ د خپلې خستګۍ د لرې کولو لپاره تفريح ته اړتيا لري، رخصتي لري، هر کس چې په هر دولتي موقف کې کار کوي، دا حق يې خوندي دى.))

هغه وويل چې په نورو هېوادونو کې د چارواکو د رخصتيو پروسيجرونه بېلابل دي، که چېرته د امريکا متحده ايالات په پام کې ونيسو، د امريکا ولسمشر هر کال او يا د هرې اوونۍ په پاى کې له خپلو رخصتيو کار اخلي، د افغان چارواکو رخصتۍ هم بايد په يوه قانون او يوه تقنيني سند کې تسجيل شي.

د ډېر کار زيانونه

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد ناصر حبيبي وويل چې د اروا پوهنې له نظره چې هر وخت يو شخص پرله پسې دوه اوونۍ کار وکړي، له سټرس سره مخ کېږي.

هغه وويل چې ولسمشر غني هم فشار لري او د هغه په چلند کې په پرله پسې ډول غوسه او تريخوالى ليدل شوى چې دا ستونزه يې د بې حده مسووليتونو د اخيستلو له امله ده، په ځينو مواردو کې يې خپلې ژمنې هم له ياده وځي.

هغه وويل چې سټرس (فشار) جسمي ستونزې هم پېښوي او پر جسم منفي تاثير کوي، د دې تر څنګ يو لړ ناروغۍ او زيانونه لکه د زړه ناروغي، د غړو فلج، مغزي سکتې، د معدې زخم او ... ناروغۍ هم رامنځته کوي.

دغه ارواپوه وويل چې په يوه شپه او ورځ کې نوى زېږېدلى ٢٠ ساعته، ماشوم لس ساعته، تنکى ځوان اته ساعته او د لوى عمر لرونکى شاوخوا شپږ- اووه ساعته خوب ته اړتيا لري، که چېرته يې خوب بشپړ نه شي، په خبرو او چلند کې يې ستونزې پيدا کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د هېواد د وضعيت د ښه والي لپاره شپه او ورځ ١٨ ساعته کار کوي او په هېواد کې د تپل شوې جګړې له امله اړ دى چې خپل لس ساعته وخت د جګړې پر مديريت ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه په تکرار ډول په خپلو خبرو کې لفظي تېروتنې کړې دي.

خو د سياسي چارو شنونکى احمد سعيدي باور لري چې ولسمشر په خپلو تر لاس لاندې کسانو باور نه لري، له همدې امله هغوى ته واک نه ورکوي او خپل ډېر کارونه خپله ترسره کوي.

د سياسي چارو دغه شنونکي زياته کړه چې ځيني ولسمشران خپل واکونه وېشي، ولسمشرغني دې هم خپل کارونه تر لاس لاندې کسانو ته ور ووېشې، څو چارې په ښه ډول ترسره کړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement