ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت شاوخوا ١٤٠٠ افسران د فساد په تور له دندو ګوښه شوي

د دفاع وزارت شاوخوا ١٤٠٠ افسران د فساد په تور له دندو ګوښه شوي

author avatar
28 Mar 2017 - 17:48
د دفاع وزارت شاوخوا ١٤٠٠ افسران د فساد په تور له دندو ګوښه شوي
author avatar
28 Mar 2017 - 17:48

کابل(پژواک، ٨ ورى ٩٦): د ملي دفاع وزارت چارواکي له فساد سره په جدي مبارزه ټينګار کوي او وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د وزارت شاوخوا ١٤٠٠ افسران چې په فساد تورن وو، ګوښه شوي او پر ځاى يې ځوان او ژمن افسران ګومارل شوي دي.

د کشف او ستراتيژيکو استخباراتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال جنرال هلال الدين هلال چې نن يې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وويل چې ددغه وزارت مشرتابه له فساد او ناوړه ګټه اخيستنې سره جدي مبارزې ته ژمن دى.

  نوموړي زياته کړه چې د ګومارل شوي پلاوي د شپږ مياشتنۍ پلټنې په پايله کې نږدې ١٤٠٠ کسان چې ډېرى يې افسران دي، د فساد او کم کارۍ په تور له دندو ګوښه شوي او پر ځاى يې نوي، کارګر، رښتيني او ژمن  افسران ګومارل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال د کشف او ستراتيژيکو استخباراتو د چارو په اړه وويل چې د څه باندې ٢٠٤٠ کسانو دوسيې د فساد او ناوړه ګټه اخيستنې په تور تر څېړنه لاندې دي چې د يادو شوو افسرانو په منځ کې يو شمېر جنرالان هم شامل دي، په دوى د فساد، د وسلې د پلور، له دندې د ناوړه ګټه اخيستلو، تېر اېستلو او قانون نه د سرغړونې تورونه پورې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې دا له دې ډلې يې د وسلو او مهماتو د پلور په تور د ١٠٩ کسانو دوسيې او د د وزارت د ١٤٥ نورو منسوبينو دوسيې چې ٤٣ ملکي کارکوونکي هم په کې شامل دي، د څارګرو فعاليتونو په تور عدلي او قضايي مراجعو ته  استولې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وويل چې د ٢١٥ ميوند قول اردوى د پخواني قوماندان محمد معين فقير دوسيه چې په دنده کې په ناغېړۍ، خپل جيب ته د سرتېرو د اعاشې، تېلو او ځينو تدارکاتو  د پيسو په اچولو تورن دى، عدلي او قضايي مرکز ته استول شوې ده.

 نوموړي زياته کړه چې پر څلور سوه بستريز روغتون بريد له هېواده بهر پلان شوى و، د روغتون له امنيتي کمرو نه د څېرو د پېژندنې په برخه کې ښه استفاده شوې ده.

هغه په ډاګه کړه چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به پر ٤٠٠ بستريز روغتون د ترهګريز بريد د څرنګوالي بشپر معلومات د رسنيو له لارې له هېواد والو سره شريک کړي.

د ملي دفاع وزارت تاميناتي مرستيال ډګر جنرال غلام سخي احمدزي هم د ١٣٩٥ لمريز په ترڅ کې د خپل وزارت تدارکاتي بهير د وروستۍ لسيزې په پرتله بريالى وباله او ويې ويل چې د دفاع وزارت تدارکاتي په رڼه او د مرستندويانو په همغږۍ سره تر سره کېږي.

نوموړي په دې وزارت کې د تدارکاتي بهير له روڼتيا خبر ورکړ او ويې ويل، مرسته شوې پيسې به په روڼتيا سره ولګول شي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري هم د ياد شوي وزارت د تېر کال په تدارکاتي بهير کې د شپږ ميليارده افغانيو د سپما خبره وکړه او ويې ويل چې دغه سپمول شوې پيسې، څرګندوي چې د وزارت چارواکي په وزارت کې د فساد له منځه وړلو ته ژمن دي.

هغه د افغانستان جګړه  يوه استخباراتي جګړه وبلله او ويې ويل:(( جګړه له طالبانو سره نه ده، له ترهګرۍ سره ده، اوسمهال ٢٠ ترهګرې ډلې چې د ځينو هېوادونو له لوري يې ملاتړ کېږي، په افغانستان کې فعاليت کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.