ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان وژل شوى

په جوزجان کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان وژل شوى

author avatar
28 Mar 2017 - 12:07
په جوزجان کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان وژل شوى
author avatar
28 Mar 2017 - 12:07

شبرغان (پژواک، ٨ ورى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش يو مشر او په اقچې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان وژل شوي دي.

د جوزجان د امنيې قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني وويل چې د داعش کسانو تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په خواجه اشکارا کلي د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړى چې له يو ساعته نښته وروسته د داعش يو ډلمشر نجيب الله وژل شوى او د دې ډلې يو بل غړى ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى، جګړه سيمې ته د تازه دمو پوليسو او اردو په رسېدو پاى ته رسېدلى، اوس په سيمه کې امنيت دى او ځايي خلک خپلې ورځنۍ چارې مخې ته وړي.

ترکستاني زياته کړه چې په يوه بله پېښه کې په اقچې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د ولسي پاڅون ځواکونو دغه قوماندان د اقچې په بازار کې د دوو موټرسايکل سپرو له لوري ووژل شو او د قضيې عاملين د پېښې له ځايه وتښتېدل، له شک پرته چې دا قوماندان د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى او په تړاو يې اړينې څېړنې پيل شوې دي.))

د اقچې بازار يوه اوسېدونکي سيف الدين وويل چې قوماندان مرتضى د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅون له فعالانو و چې له نږدې دوو کلونو راهيسې يې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله، طالبانو هم څو ځلې د هغه د ترور هڅه وکړه، خو بريالي نه شول.

د پېښې په تړاو تر اوسه پورې د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.