د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تره او وراره تر منځ نښته کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د تره او وراره تر منځ نښته کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Apr 01, 2017 - 12:39

چاريکار: (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ په وسله واله نښته کې دوه تنه ووژل شول او يو ټپي شو.

د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته نن سهار د دې ولسوالۍ په جعفرخېلو سيمه کې رامنځته شوه.

د ده په وينا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې  يو تن په ياده سيمه کې نيالګي ايښودل خو تره يې مخه نيوه او ويل يې هغه ځمکه چې وراره يې نيالګي پرې کينوي د ده ملکيت دى.

زلمى وايي چې د همدې حقوقي دعوې له امله لومړى د يادو کسانو تر منځ لفظي شخړه او بيا وسله واله نښته رامنځته شوه.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې لنډه وسله واله نښته کې هغه کس چې د نيالګيو د اېښودو مخه يې نيوه وژل شوى او د هغه کس يو زوى وژل شوى او بل يې ټپي دى چې نيالګي يې ايښودل.

زلمى وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د نښتې په اړه څېړنې کوي، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

ده وويل چې پوليس مړي او ټپي د بګرام کلينيک ته لېږدولي او د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د پروان د ولايتي شورا منشي او د بګرام اوسېدونکي حاجي شمس الحق شيخاني هم دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې د يادو کسانو تر منځ مخکې کومه دښمني نه وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking