لښکرګاه (پژواک،١٢ورى٩٦): د هلمند والي وايي چې ټول هغه موټر به له هوا څخه و ويشتل شي چې پاکستان ته قيمتي ډبرې او نشه يي توکي قاچاق کوي.
د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ١٢مه د هلمند د سکتوري رياستونو د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي وويل چې په دې ولايت کې ٤٠١ کيلومتره سړکونه په اساسي ډول رغول شوي و، خو د نا امنيو له امله يو شمېر له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال د ګرشک-لښکرګاه او ګرشک- نوزاد ترمنځ د سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د برېښنا رييس نصرت الله قانع وويل چې په تېرکال کې د عوايدو کچه ١٥سلنه ډيره شوې ده.
خو قانع وايي چې يو شمېر دولتي ادارو او عامو خلکو يې د برېښنا پيسې نه دي ورکړي چې له امله يې ٢٩١ ميليونه افغانۍ پور وړي دي.
هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.
د مخابراتو رييس عبيدالله زهير وويل چې د امنيتي ستونزو له امله يې په ځينو سيمو کې مخابراتې پايې له فعاليت څخه پاتې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ١٨٢ مخابراتي انتونونو څخه يواځې سل يې فعاله دي.
دغه راز د هلمند د کانونو رييس محمد نعيم وويل چې د امنيتي ستونزو له امله ډيرى کانونه په خپل سر کيندل کيږي او بيا پاکستان ته قاچاق کيږي.
ده وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمه کې ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي.
يو شمېر نورو رييسانو هم په تېرکال کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن