ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او اهميت په اړه سيمينار جوړ شو

په دايکنډي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او اهميت په اړه سيمينار جوړ شو

author avatar
1 Apr 2017 - 19:56
په دايکنډي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او اهميت په اړه سيمينار جوړ شو
author avatar
1 Apr 2017 - 19:56

نيلي (پژواک، ١٢ ورى ٩٦): پژواک خبري اژانس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر، په دايکنډي ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د دغه حق د اهميت په اړه سيمينار جوړ کړ.

په دغه دوه ورځني سيمينار کې د دايکنډي د والي په ګډون د بېلابېلو بنسټونو چارواکو، د ولايتي شورا غړو، خبريالانو، د رسنيو کار کوونکو، مدني او د بشري حقونو فعالانو ګډون کړى و.

د دايکنډي والي معصومې مرادي په رسنيو کې د بې پرېتوب اصل په اړه د ټينګار تر څنګ له هغو رسنيو چې په ملي کچه خپرونې لري، وغوښتل چې په دايکنډي کې دفتر، څانګه او يا هم خبريال ولري.

هغې زياته کړه: ((نننى سيمينار د دولتي خبريالانو او مدني فعالانو لپاره لومړى ګټور او جامع پروګرام دى چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې جوړېږي، دغه پروګرام د ټولو اقشارو د ظرفيت جوړونې لپاره مهم او ارزښتمن دى.))

د دايکنډي والي له پژواک خبري اژانس او يوناما دفتر نه مننه وکړه، د خبريالانو د مسلکيتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې يې د ورته نورو سيمينارونو او پروګرامونو جوړېدو غوښتنه وکړه.

په دايکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر محمد جواد دادګر وويل چې اطلاعاتو ته لاس رسى، د وګړو د بنسټيزو حقونو څخه ګڼل کېږي، د هغوى د خبرولو او پياوړي کولو سبب ګرځي.

هغه زياته کړه: "با خبره وګړی کولى شي چې د حکومت پر کړنو څارنه وکړي او دغه نظر د کارونو د روڼتيا او اداري فساد د کمښت سبب ګرځي. "

په سيمينار کې د يوناما دفتر استازي جعفر رحيم وويل چې له دغه پروګرام يې موخه د اطلاع رسولو او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق پر اهميت خبرې دي چې د غوره حکومتوالۍ له مهمو برخو ګنل کېږي.

هغه زياته کړه: ((له دوه ورځني سيمينار کې چې زموږ کاري ګډونوالو (پژواک خبري اژانس او د دايکنډي سيمه ييزه ادار) مخته يووړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د بيان ازادۍ حق، د ژورنالېزم اخلاقو او قوانين، د رسنيو د ستونزو او ننګونو پر څېړنه، د اطلاع رسولو موضوع پر اهميت، د رسنيو په بې پرېوالي کې د مدني فعالانو د رول او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق په اړه بحثونه کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.