ښرنه (پژواک ١٣ ورى ٩٦): د پکتيکا چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملي امنيت څلور کارکوونکي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا څلور تنه د ملي امنيت کارکوونکي د غزني د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوال سيمه کې نن مازيګر وژل شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
د پکتيکا د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې، پژواک ته وويل چې دوى ته د ملي امنيت د څلورو تنو جسدونه ور وړل شوي دي.
د غزني امنيه قومندان جنرال امرخېل بيا وايي، د چهاردېوال په سيمه کې دوه د ملي اردو سرتېري او دوه د ملي امنيت کارکوونکي وژل شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ياده شوې سيمه کې يې د پکتيکا د ملي امنيت د مرستيال عبدالوهاب په ګډون ٦ تنه وژلي او ٧ نور ټپيان کړي دي.
تېر کال هم، د غزني په چهاردېوال سيمه کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پکتيکا د ملي امنيت لومړى مرستيال وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن