پل علم، چاريکار (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د لوګر چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په بريد کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د محمداغې ولسوال نصيراحمد امين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په درې بجو د زرغون ښار د سيمې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نجيب الله پر رينجر موټر د ولسوالۍ په دهنو سيمه کې وسله والو طالبانو بريد وکړ.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې قوماندان ووژل شو او له هغه سره سپاره درې سيمه ييز پوليس ژوبل شول.
د هغه په وينا، د دوو پوليسو روغتيايي حالت نازک دى او د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول.
د نوموړي د معلوماتو پربنسټ، طالبان له سيمې تښتېدلي، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي خالد، پژواک ته وويل، د پوليسو يو رينجر موټر چې کله له پاخه سړک څخه راښکته شو او د زرغون ښار پر لوري روان وو، ناڅاپه پرې له يوه کمين څخه ډزې وشوې.
دى زياتوي: "موږ په موټر کی څلور محلي پولیس په وینو لت پت ولیدل چې یو یې وژل شوی و او درې نور یې ټپیان وو او بيا وروسته د کلیوالو په مرسته له سیمې ولېږدول شول."
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه، تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
محمداغه د کابل په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې په کې ډېرې شوې دي.
د يوه بل خبر له مخې، د ملي اردو يوه سرتېري د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې ځان وژنه کړې ده.
د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار وايي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکى دغه سرتېرى حنيف نومېده، چې نن يې خپل ځان د تومانچې پر ډزو وژلى دى.
ده زياته کړه، د دې ځان وژنې لامل لا نه دى معلوم، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن