ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه له طالبانو وسله وال ملاتړ کوي

روسيه له طالبانو وسله وال ملاتړ کوي

author avatar
3 Apr 2017 - 19:46
روسيه له طالبانو وسله وال ملاتړ کوي
author avatar
3 Apr 2017 - 19:46

مېمنه (پژواک ١٤ ورى ٩٦): د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې، افغانستان کې د روسيې د لاسوهنې او له طالبانو د ملاتړ څرګندويه ده، خو افغان امنيتي ځواکونه په هر ډول شرايطو کې له هېواد دفاع ته چمتو دي.

 د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال مهمند کټوازي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي دفاع وزارت مشرتابه د روان کال لومړى درې مياشتې د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د وسله والو مخالفينو ځپلو ته لومړيتوب ورکوي، چې د فارياب ولايت هم په خالد عملياتو کې شامل دى.

 هغه زياته کړه، پرون له وسله والو مخالفينو او غيرمسووله وسله والو څخه د ميمنې په ښار کې د نويد په نوم پيل شوي عمليات، د خالد عملياتو يوه برخه ده او موخه يې د ډاډمن امنيت ټينګښت او د وسله والو مخالفينو له تګ راتګ د خلکو د اندېښنو لرې کول دي.

 نوموړي ده هېواد په شمال او شمال ختيځ کې له طالبانو د روسيې وسله وال ملاتړ د منلو سربېره وويل، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي څرګندونې او په کندوز کې د امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو د يوه قوماندان ملا سلام وژل کېدل چې له تاجکستان به يې وسلې او مهمات ترلاسه کول، افغانستان کې د روسيې لاسوهنه او له طالبانو وسله وال ملاتړ په ګوته کوي.

خو د ملي دفاع وزارت ياد لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ، چې د امنيتي ځواکونو وړتيا ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې ده او له خپل هېواد د بشپړې دفاع وړتيا لري.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان خلکو ته ډاډ ورکړ، څو د اوسني وضعيت په اړه اندېښمن ونه اوسي، ځکه د هېواد امنيتي ځواکونه په هر ډول شرايطو کې له خپل هېواد دفاع کولو ته چمتو دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړى استازي ضمير کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، دا کار د طالبانو لپاره د توجيې وړ دى چې په افغانستان کې د امريکا له دوامداره حضور سره مخالفت وکړي.

 د امريکا د بهرنيو چارو وزير بريټانيا ته د سفر پر مهال روسيه د خپل هېواد ستراتيژيکي سيال بللى او ويلي يې دي، چې "له طالبانو د ياد هېواد ملاتړ"د اندېښنې وړ دى.

 ټاکل شوې، چې مسکو د روان کال د اپريل په ١٤ مه افغانستان کې د سولې لپاره د حل لارې موندلو په موخه د يوې ناستې کوربه وي، چې د امريکا په ګډون پکې له ١٢ هېوادونو د ګډون بلنه شوې، خو يوه امريکايي چارواکي ويلي، چې امريکا به په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

 ورته مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند دفتر سرپرست پرون ويلي، چې د افغان حکومت کوم معين او يا د بهرنيو چارو وزارت رييس د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.