ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه د راجستر کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه

له پاکستانه د راجستر کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه

author avatar
3 Apr 2017 - 18:14
له پاکستانه د راجستر کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه
author avatar
3 Apr 2017 - 18:14

جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ٩۶): له پاکستان څخه د راجستر افغان کډوالو د راتګ لړۍ نن يو ځل بيا تر څلور مياشتني ځنډ وروسته پيل شوه.

که څه هم د تورخم په دروازه را اوښتونکي افغان کډوال هېواد ته په راتلو خوښ برېښېدل؛ خو د ملګرو ملتونو له لوري له دوی سره د مرستې کموالي څخه يې شکايت درلود.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس ملګري ملتونو پاکستان مېشتي هغو افغان کډوالو ته  چې راجستر شوي دي، مرستې پنځوس سلنه کمې ورکوي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره وايي، د دغه بهير د پيل په لومړيو دوه مياشتو کې به د خيبر پښتونخوا ايالت هغه افغان كډوال، چې له وړاندې يې خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره نومونه ليکلي، ستانه شي.

د دغې اداره معلومات ښي  چې اوسمهال د راتلو لپاره ۱۴ زره افغان کډوالو ځانونه راجستر کړي دي.

د خيبر پښتونخوا په چهار سده کې اوسېدونکی افغان کډوال زبير احمد، چې تازه له پاکستانه را اوښتی و، د تورخم په دروازه کې پژواک  خبرى اژانس ته وويل چې هلته د پاکستاني پوليسو له ځورونو ډير تنګ راغلي و او اوس هېواد ته په راتلو خوښ دی.

خو هغه وويل، د ملګرو ملتونو له لوري له راجستر شويو کډوالو سره د مرستو کموالي اندېښمن کړی دی.

هغه زياته کړه : ((پخوا يې د کارت په سر تر څلور سوه ډالرو ورکول ؛ خو اوس  دوه سوه ډالره ورکوي.))

 نوموړې وايي، که پخوا يوه کورنۍ هيواد ته راستنېده؛ نو په دغو پيسو يې هم دلته د کار زمينه برابرېده او هم يې پرې لومړنۍ اړتياوې پوره کېدلې.

سپين سرې ګل بي بي چې اصلا د کونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې اوسېدله او اوس تازه له خپلې کورنۍ سره د تورخم په پوله هېواد ته راستنه شوه.

هغه وايي: ((مهاجرو له يې پخوا څلور سوه ډالر ورکول؛ خو اوس دوه سوه ورکوي، زما يو زوی دی، يوه مې انګور ده، زه يم او درې مې لمسي دي؛ نو په دغو پيسو به موږ کور نيسو، خوراک به پرې کوو او که کار؟))

د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی اته کلن رفيع الله د خيبر پښتونخوا په مسکين کمپ سيمه کې له خپلې کورنۍ سره مېشت و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.