د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پلچرخي زندان شا وخوا ١٠٠ زندانيانو غذايي اعتصاب کړى

د پلچرخي زندان شا وخوا ١٠٠ زندانيانو غذايي اعتصاب کړى

Apr 04, 2017 - 18:52

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): د مشرانو جرګې د امنيتي چارو کميسيون وايي، د کابل د پلچرخي زندان سل زندانيانو له څلورو ورځو راهيسې د دوى له حقونو د سرغړونې له امله غذايي اعتصاب کړى او له دې امله يې خپلې خولې تړلې دي.

خو د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيفخونو رياست چارواکي دغه ادعاوې ردوي.

مشرانو جرګه کې د هلمند استازي او د يادې جرګې د امنيتي او دفاعي چارو کميسيون مشر محمد هاشم الکوزي وويل: "پلچرخي زندان کې له څلورو ورځو راهيسې له سلو زياتو زندانيانو خپلې خولې تړلې او په غذايي اعتصاب يې لاس پورې کړى دى."

 هغه زياته کړه، يادو زندانيانو د ولسمشر د هغه فرمان له امله په دغه کار لاس پورې کړى، چې د پلچرخي زندانيان له دې وروسته د خپل زندان پاتې موده اړونده ولايت کې نه شي تېرولى.

هغه وويل، ډېرى زندانيان له دې امله چې په کابل کې څوک نه لري او دا چې کورنۍ يې له دوى ليدنه وکړي، کورنۍ يې د هېواد په لرې پرتو ولايتونو مېشتې دي له دې امله يې خپلو ولايتونو ته د لېږدېدو غوښتنه کړې ده.

الکوزي د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، څو پلچرخي زندان ته يو پلاوى د زندانيانو د اعتصاب څېړنې په موخه ولاړ شي.

د مشرانو جرګې دويم نايب محمد اصف صديقي، چې د يادې جرګې د نن ورځې ناستې مشرې پر غاړه درلوده، د زندانيانو له لوري د خولو تړل او اعتصاب د اندېښنې وبلل او د جرګې د تقنين او دفاعي چارو کميسيونونو ته يې دنده وسپارله، څو د پلچرخي له زندان ليدنه وکړي او قضيه له نږدې وڅېړي.

خو د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيفخونو عمومي رييس لوى پاسوال عبدالحليم کوهستاني، د پلچرخي په زندان کې د زندانيانو اعتصاب رد کړ او ويې ويل چې په دې اړه يې تر اوسه کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.

هغه زياته کړه، که چېرې زندانيان د خپلو حقونو برخه کې کومه ستونزه ولري، ستونزې به يې حل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan