ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش نهه وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش نهه وسله وال وژل شوي

author avatar
4 Apr 2017 - 11:39
ننګرهار کې د داعش نهه وسله وال وژل شوي
author avatar
4 Apr 2017 - 11:39

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ٩۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې پوليسو د داعش ۹ وسله وال وژلي او د يو بهرني په ګډون یې دوه نور وسله وال ژوندي نيولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ اړوند ځانګړو پوليسو د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په پېښۍ سيمه کې چاڼيز عمليات کړي دي.

دی وايي، عمليات پرون ترسره شوي او پر مهال يې د داعش ډلې ۹ جنګيالي وژل شوي او د يو بهرني په ګډون دوه نور وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال د داعش ډلې يو ميل دهشکه او نورې سپکې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.