ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هره مياشت د ماين او چاودېدونکو توکو له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي”

“هره مياشت د ماين او چاودېدونکو توکو له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي”

author avatar
4 Apr 2017 - 20:24
“هره مياشت د ماين او چاودېدونکو توکو له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي”
author avatar
4 Apr 2017 - 20:24

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي برخه کې د دولت وزير وايي، اوس هم په هېواد کې هره مياشت د ماين چاودنې او چاودېدونکي توکي له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او د جګړې دوام هم د دې لامل شوى، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ماينونو او چاودېدونکو توکو د پوښښ ساحه لاپسې زياته شي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزير ويس احمد برمک، نن د ماين پاکونې د نړيوالې ورځې په مراسمو کې زياته کړه، هره مياشت ١٤٠ ملکيان د ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ټپيان او يا خپل ژوند لاسه ورکوي.

هغه په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د يادو پېښو اويا سلنه قربانيان ماشومان دي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد ٤٠زره کيلومټره خاوره په ماينونو او چاودېدونکو توکو پوښل شوې وه، چې د تېرو ٢٧ کلونو په ترڅ کې له ٣٠زره کيلومټره زياته ځمکه پاکه شوې، خو په هېواد کې د وروستيو جګړو له امله ٦زره کيلومټره نوره هم زياته شوې، چې اوسمهال دغه شمېر شاوخوا ١٥زره پوښل شوې ځمکې ته رسيږي.

برمک د خپلو خبرو په دوام کې وويل، اوس هم د هېواد شل سلنه ځمکه کې ماينونه او چاودېدونکي توکي خښ شوي، چې پاکول يې له ٧٠٠ تر ٨٠٠ مليون ډالرو ته اړتيا ده.

نوموړي دغه راز وويل، د پاتې شونو ځمکو د پاکولو لپاره هر کال کابو ٨٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه: "که چېرې نړيواله ټولنه په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، نو د ٢٠٢٣ کال پورې به افغانستان له ماينونو او چاودېدونکو توکو پاک شي."

د ولسي جرګې د امنيتي او دفاعي چارو کيمسيون غړې نظيفې ذکي هم وويل: "دا کار د اندېښنې وړ دى، چې هره مياشت شاوخوا سل هېوادوال په ځانګړي ډول ماشومان د ماين او چاودېدونکو د چاودنې له امله له لاسه ورکوي."

هغې زياته کړه، د دا ډول وضعيت او ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه د مخنيوي په موخه دې حکومت او نړيواله ټولنه د ماين او چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

د  ماين د کشف او شنډولو مرکز موسسې "MDC " مشر محمد شهاب حکيمي، د بوديجې له کمښت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: "د افغانستان د ماين پاکولو پروګرام د لس کلن پلان له مخې، ژمنه شوې چې تر ٢٠٢٣ کال پورې ټول هېواد د پاتې شونو چاودېدونکو توکو او ماينونو له شتون پاک شي، خو د بوديجې د کمښت له امله دا کار ستونزمن ښکاري."

هغه زياته کړه، دوى روان زېږديز کال کې د بوديجې له ٧٥ سلنه کمښت سره مخامخ دي او پاتې سيمې له پلان سره سم په ټاکل شوې موده کې نه شي پاکولى؛ که چېرې دا ستونزه همدا ډول دوام ومومي، نو افغانستان به خپلې ټاکل شوې موخې ته ونه رسيږي.

حکيمي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "افغانستان کې له تېرو ٢٧ کلونو راهيسې د ماين پاکولو پروګرام دوام لري، خو لا هم افغانستان د ماينونو له شتون نه دى پاک او لامل يې دا دى، چې له يوه لوري ماينونه پاکيږي او له بل لوري دښمن نورو سيمو کې ماينونه ږدي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.