ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په شاولیکوټ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي

چارواکي: په شاولیکوټ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي

author avatar
4 Apr 2017 - 15:52
چارواکي: په شاولیکوټ کې ۳۰ وسله وال وژل شوي
author avatar
4 Apr 2017 - 15:52

کندهار (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): چارواکي وايي، د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د کندهار او اروزګان تر منځ د شاولیکوټ ولسوالۍ په چنارتو سیمه کې شوي دي.

دی زیاتوي، ځانګړی هوايي ځواک په دې سیمه کې د وسله والو مخالفینو یوه موقتي قرارګاه په نښه کړې چې په کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال په دې قرارګاه کې د وسله والو ماینونه هم چاودېدلي چې د وسله والو مرګ ژوبله یې نوره هم ډېره کړې چې د ډېرو جسدونه د پېژندلو نه دي.

د ده په خبره، له همدې امله د وسله والو ۱۴ موټرسایکل، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

دراني وویل چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.