کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): د کابل پوليسو په دغه ښار کې له يوه ځانمرګي بريده مخنيوى کړى او د پېښې په تړاو يې يو کس نيولى دى.
د کابل د امنيې قوماندانۍ د ١٠١ اسمايي زون وياند عبدالبصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو ياد ځانمرګى بريدګر نن د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه، د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د موټرو په اډه کې نيولى دى.
هغه زياته کړه، نيول شوي کس غوښتل چې د هاوان له مرميو ډک ټونس موټر ته چې مرمۍ په کې په ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوې وې، د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سيمه کې چاودنه ورکړي.
مجاهد زياته کړه، د غوړيو په بوشکو کې د هاوان لسګونه مرمۍ ځاى پر ځاى شوې وې.
هغه دغه راز وويل، د کابل پوليسو د قضيې په تړاو يو کس نيولى او موضوع د پوليسو له لوري تر څېړنې لاندې ده.
د کابل امنيتي سرچينو تر اوسه د نيول شوي کس هويت نه دى په ډاګه کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن