ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو غبرګون کې لاریون وشو

پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو غبرګون کې لاریون وشو

author avatar
5 Apr 2017 - 13:58
پکتیا کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو غبرګون کې لاریون وشو
author avatar
5 Apr 2017 - 13:58

ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د پکـتيا سلګونو اوسېدونکو پر ډيورنډ کـرښه د پاکـستان د وروستيو کړنو او اغزن سيم لګـولو پر ضد لاريون وکړ.

پاکستان څو ورځې وړاندې د ترهګرو د مخنيوي په پلمه پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم لګول پيل کړي، خو لاريون کوونکي د پاکستان دا خبره تېر ايستونکي او د ډيورنډ رسمي کولو هڅه او ناسم عمل بولي.

دوی په دې اړه د افغان دولت پر چوپتيا هم کلکه نيوکه وکړه او له ولسمشر او مسوولو ادارو څخه يې په دې اړه د لازمو او جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

يوه لاريون کوونکي او د پکـتيا د فرهنګي ټولنې مشر جمال الدين اصف خېل د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، که دولت په دې اړه اقدام نه شي کولی نو خلکو ته دې اجازه ورکړي چې خپله لاس په کار شي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.

اصف خېل وايي چې ډيورنډ غير رسمي او خلکو ته نا منظوره کرښه ده، په دې اړه يوازې ولس پرېکړه کولی شي او څو کسان يا حکومتونه په دې اړه د پرېکړې حق نه لري.

دی وايي: ((دا تپل شوې او له وخته تېره کرښه ده، هېڅ رسمي او قانوني جواز نه لري، موږ په دې کرښه د هر ډول مانع او خنډ رامنځته کولو خلاف يو او له دولت څخه غوښتنه کوو چې چوپتيا ماته کړي او په دې اړه لازم دريځ خپل کړي.))

بل لاريون کوونکي او قومي مشر خليل وفادار پژواک ته وويل چې خلک د پاکستان له خوا پر  ډيورنډ کرښه د خندق کيندلو او نورو خنډونو خلاف دي او ياده چاره بايد ودرول شي.

وفادار وايي که حکومت د پاکستان توغنديزو بريدونو او نورو ناوړه کړنو ته جدي غبرګون او ځواب ونه ويل شي نو خپلو مدني او اعتراضيه حرکتونو ته به دوام ورکړي.

نوموړي وويل: ((پنجاب بايد دا په ياد وساتي چې هېڅکله به دا خاوره خپله نه کړي او نه به په ارام زړه ورځ په کې تېره کړي؛ د خنډونو او موانعو له لارې دې ناکامه هڅه نه کوي او خپل دولت ته وايو چې موږ دې تر شا ولاړ يو، کلک ځواب ورکړه او پنجابی مه پرېږده چې په خپل سر هر څه وکړي.))

لاريونوالو په پای کې يو پرېکړه هم ولوست چې په کې راغلي: ((د ډيورنډ فرضي کرښه هېڅ راز قانوني او حقوقي ارزښت نه لري.))

په پرېکړه ليک کې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې چې د پاکـستان د دغه عمل مخه دې ونيسي او هېچا ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغان خاوره تېری وکړي.

د یادونې ده، د پکـتيا اوسېدونکو څو اونۍ وړاندې هم پر ځينو ختيځو ولايتونو د پاکـستان د توغنديزو بريدونو خلاف لاريون کړی و او له دولت څخه يې د کلکې دفاع او غبرګون غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.