ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعشيانو يو بزګر وژلى

داعشيانو يو بزګر وژلى

author avatar
6 Apr 2017 - 12:02
داعشيانو يو بزګر وژلى
author avatar
6 Apr 2017 - 12:02

شبرغان (پژواک، ١٧ ورى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز خلک وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې اړوند کسانو يو کروندګر پر ډزو وژلى دى.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل چې ٣٥ کلن مراد د درزاب ولسوالۍ د مغل کلي اوسېدونکى و چې پخوا يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده اجرا کوله، خو داعش ډلې تېره شپه نوموړى له خپل کوره ايستلى او بيا يې د ولسوالۍ د سوېل په اووه کيلومترۍ کې تاق چينار سيمې ته بیولی او پر ډزو يې وژلى دى.

د هغه په خبره، داعشيانو دغه کروندګر له سيمه ييزو پوليسو سره د همکارۍ او په ارچتو کلي کې د دې ډلې پر پوستو د ډله ييز بريد په تور چې اته داعشيان په کې وژل شوي او څلور نور نيول شوي وو، پر ډزو ویشتلى دى.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر د دې پخلى کوي چې داعشيانو دغه کروندګر د تاق چينار په سيمه کې وژلى دى، خو مړى يې په يوه بل ځاى کې غورځولى او څوک يې په اړه نه پوهېږي.

هغه په ډاګه کړه چې کورنۍ يې تر اوسه نه ده توانېدلى چې د هغه جسد پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې داعشيانو ١٥ ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د تاش جواز کلي درې اوسېدونکي چې خپلوانو يې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده اجرا کوله، پر ډزو ووژل او مړي يې يوې څاه ته اچولي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.