مزارشریف (پژواک،١٨ورى٩٦):په بلخ ولايت کې د مدني فعالانو په يو بحث کې ډيورنډ فرضي کرښه د افغانستان سياسي حيثيت وګڼل شوو.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۷مه، د بلخ ادبي او ټولنيز خوځښت په بلنه لسګونه فرهنګيان، مدني فعالان، د پوهنتون استادان او محصلين د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو بحث ته رابلل شوي وو.
د دغه خوځښت د مشر او ليکوال ذبيح الله احساس لخوا د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو هراړخيز تحليل وړاندې شوو.
په تحليل کې د ډيورنډ کرښې په تاريخي شاليد باندې خبرې وشوې او د دغې فرضي کرښې د تحميل کېدو په تړاو د تاريخ پوهانو په حواله اسناد وړاندې شول.
احساس د خپل تحليل په اوږدو کې ډيورنډ ستوتزه يو افغان قوم پورې محدوده ونه ګڼله ، بلکې دغه کرښه يې د افغانستان پر جغرافيه تحميل شوې وګڼله، چې زيان يې هر افغان قوم ليدلی دی.
هغه د پاکستان منځ ته راتګ په تاريخي لحاظ تصادفي وګاڼه او په دې يې ټينګار وکړ چې دغه هېواد د افغانستان موجوديت د خپلې بقا لپاره ستر خنډ بولي.
احساس وويل، د همدې لپاره پاکستان تل هڅه کوي چې د سياسي فشارونو تر څنګ د افغانستان د ملت تر منځ درزونه پيدا کړي.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې اوس ځوانان ويښ شوي او د ملت جوړونې بهير يې شاته پرېښى او د وطنپالنې حس ورسره دی.
له بحث وورسته ډېری ګډنوالو د بحث په تړاو پوښتنې وکړې چې د احساس لخوا ځواب کړای شوې.
همداراز د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ له خپلو څو پوښتنو ځوابېدو وروسته وويل: ((ډيورنډ نه د پدرام ملکيت دی، نه د کاکړ او نه د کوم بل، دا د ولس مسله او د افغانستان حيثيت دی.))
همداراز د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک د غونډې د پای وينا وکړه، چې ډيورنډ يې د تاريخ جبر وګاڼه.
نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل تاريخ په تړاو ښه او ژوره مطالعه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن