جلال اباد- مهترلام (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د داعش او طالبانو ۳۹ وسله وال وژل شوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، وسله والو ته دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې او دغه راز ۸ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د امنیې قوماندانۍ اړوند د پولیسو ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال چې د اچین ولسوالۍ د مزدکۍ تپې په ساحه کې یې ترسره کړي، په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي .
نوموړي زياته کړه، دغه راز د يادې ولسوالۍ د بټن او شډل په سيمو کې هوایي بریدونه ترسره شوي چې په پایله کې يې اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
دی وایي، په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګرۍ په سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کی اوه داعش وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا په لغمان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د الماس دوه عملیاتو په ترڅ کې چې د مرکز اړوند د عمرزیو سیمې د یو شمېر کلیو د تصفیې، تلاشۍ او دغه راز په یاده سیمه کې د ځینو امنیتي پوستو د ځای پر ځای کېدو په موخه نن سهار پیل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلی، په يادو عملياتو کې تر دې دمه د طالبانو د مشهور ځایي سرګروپ مارشال د ډلې ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د همدې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه اته شکمن کسان هم نيول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دغو عملياتو کې درې تنه د امنیتي ځواکونو هم برسېرن ټپیان شوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن