ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کووکو د ګردېز- زرمت سړک د ژر جوړولو غوښتنه وکړه

لاریون کووکو د ګردېز- زرمت سړک د ژر جوړولو غوښتنه وکړه

author avatar
8 Apr 2017 - 13:57
لاریون کووکو د ګردېز- زرمت سړک د ژر جوړولو غوښتنه وکړه
author avatar
8 Apr 2017 - 13:57

ګردېز (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د پکتيا سلګونو اوسېدونکي د يوه لاريون په ترڅ کې د ګـردېز- زرمت د لويې لارې د ژر او اساسي جوړېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکي وايي، دا څوم ځل دی چې د دغه سړک رغولو ژمنه او سروې کېږي، خو د کلونو په تېرېدو يې لا هم عملي چارې نه دې پيل شوې.

دوی ګواښ وکړ که تر راتلونکو لسو ورځو د دغه سړک د اساسي رغونې چارې پيل نه شي، نو په سړک کې به خندقـونه وباسي او پټي به په کې جوړ کړي.

د مرکز ګردېز د خطابې د شيخانو کلي ملک جان محمد جلالي وايي چې مسوولينو تر اوسه ورسره يوازې ژمنې کړې خو عملي کار يې لا هم نه دی پيل شوی.

جلالي وويل: ((موږ دغه سړک جوړ غواړو، نن مو يوازې لاره بنده کړې، سبا ته پټي په کې جوړوو.))

بل لاريون کوونکي او قومي مشر عبدالله وويل چې څلور کاله مخکې د ياد سړک جوړېدو د چارو د پيل پر مهال د خلکو کورونه، باغونه او هديرې تخريب او له منځه يووړل شول، خو د فساد له امله نه يوازې سړک ونه رغول شو، بلکې ورته ځانګړې شوې ټولې پيسې هم ورکې شوې.

عبدالله وايي، د دې لويې لارې د خراب حالت له امله له ګـڼو سختو ستونزو سره مخ دي او ناروغان يې د لېږد پر مهال ان تر مرګه رسېږي.

ده وويل: ((د جمعه خان همدرد په وخت کې چې کار شروع شو، خلک خوشاله شول، ډېره قرباني يې ورکړه، کورونه، باغونه، هديرې او پولې، پټې يې په کې لاړل، خو پيسې يې شخصي جېبونو ته واچولې او غلا يې کړې؛ نه سړک شو، نه بل څه. اوس موږ دا وايو که د پخېدو کار يې شروع نه شي، اېـسکواټر راولو، لاره بندوو او هېچا ته د تګ، راتګ اجازه نه ورکوو.))

دغه راز بل لاريون کوونکي حاجي امان الله احمدزي وويل چې د دې لويې لارې د رغولو لپاره دوه ځله بوديجه منظوره شوې، د سروې او ډيزاين کار يې شوی، خو عملي کارونه يې لا هم نه دي شوي.

ده زياته کړه: ((په دې لاره د پکـتيا او غزني لسګونه زره خلک تګ، راتګ کوي؛ موږ له سختو مشکلاتو سره مخ يو؛ که سم جوړ نه شي، په دې ډول يې موږ نه غواړو.))

خو د پکـتيا د فوايد عامې رييس عبدالله دراني بيا پژواک ته وويل چې د ګـردېز- زرمت لويې لارې د سروې او ډيزاين چارې بشپـړې شوې، بوديجه يې هم منظوره شوې او دا اونۍ به اعلان ته وسپارل شي.

دراني وويل: ((موږ څو ورځې وړاندې په دې رابطه وزير صېب سره هم خبر وکړې؛ لومړني کارونه يې خلاص شوي، کومه خاصه ستونزه نه ده پاتې او دغه اونۍ به اعلان ته ورکړل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.