کابل (پژواک،٢٠ ورى ٩٦): د ١٢٩ ښځو په ګډون د ملي اردو څه باندې ١٥٠٠ افسرانو او سرتېرو د کابل له روزنيز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کابل پوځي مرکز عمومي قوماندان بريدجنرال لعل جان زهير چې د فراغت په مراسمو کې يې خبرې کولې، وويل چې ياد شمېر افسرانو او سرتېرو له دوو مياشتو تر يو کال پورې د روزنيزي دورې له بشپړتيا څخه وروسته، نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې ١٢٩ ښځينه افسرانې چې خپلې درې مياشتينۍ پوځي زده کړې يې ترکيه کې ترسره کړي، د يادو فارغانو په ډله کې شاملې دي، وويل: "د دې دورې ټولو فارغانو د زده کړې پرمهال د بېلابېلو وسلو پېژندنې او استعمال ترڅنګ، شخصي دفاع، مديريت او د پوځي ډلو مشرتابه لارې چارې هم زده کړې دي."
په دې مراسمو کې د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال عبدالوهاب وردګ وويل، لا هم ستونزې شته، خو سربېره له دې ملي اردو د نړيوالې ټولنې په ملاتړ دا وړتيا موندلې، څو دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
ده زياته کړه: "زموږ جګړه پر حقه ده، په دې لار کې ټپي او يا وژل کېدل، زموږ د ټولو ايماني او وجداني دنده ده او د دې مسلک غوراوى اسان کار نه دى، بلکې د غيرتمنو، زړورو او په هېواد مينو خلکو کار دى."
د مليحې په نوم يوې فارغې شوې افسرې پژواک خبري اژانس ته وويل، د درېيو مياشتو لومړنۍ زده کړې يې ترکيه کې تر سره کړي او بيا يې په مالي برخه کې خپلې زده کړې د کابل پوځي روزنيز مرکز کې پر مخ وړې دي.
نوموړې زياته کړه: "موږ افغان نجونې د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شوې يو، څو خپله وجداني او ايماني دنده ترسره کړو؛ موږ هېواد ته د خدمت او دفاع لپاره د خپلې وينې تر وروستي څاڅکې چمتو يو."
دويم بريدمنې رخشانې رضايي هم پژواک ته وويل: "تېر کال مې افسري کورس کې د شاملېدو لپاره خپل نوم ثبت کړ او څو مياشتې وروسته ترکيې ته لاړم، ترکيه کې د لومړنيو زده کړو له ترسره کولو وروسته، بېرته هېواد ته راستنه شوم، د لوجستيک په برخه کې مې له کابل پوځي روزنيز مرکز څخه د فراغت سند نن ترلاسه کړ."
د هغې په خبره، ترکيه کې روزل شوو افسرانو د شخصي دفاع تمرينات، تاکتيک، شپني تعليمات او ترکي ژبه زده کړه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن