ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت بايد په سوريه کې د امريکا او روسيې ترمنځ ټکر کې بې پلوه پاتې شي”

“حکومت بايد په سوريه کې د امريکا او روسيې ترمنځ ټکر کې بې پلوه پاتې شي”

author avatar
9 Apr 2017 - 20:49
“حکومت بايد په سوريه کې د امريکا او روسيې ترمنځ ټکر کې بې پلوه پاتې شي”
author avatar
9 Apr 2017 - 20:49

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي له حکومت غواړي، چې د هېواد د امنيتي ستراتيژي په اړه له سره غور وکړي او د امريکا او روسيې د تقابل په صورت کې خپل بې پرېتوب وساتي.

د يادې جرګې يوه غړي مولوي محي الدين منصف، د جرګې د نن ورځې په ناسته کې په روان پسرلي کې د وسله والو مخالفينو د خوځښتونو له زياتېدو څخه د اندېښنې ترڅنګ وويل: "د دولت وسله وال مخالفين په هر وخت کې خپلو جنګي تکتيکونو ته بدلون ورکوي او امنيتي ځواکونه هم د جګړې څرنګوالي ته په بدلون ورکولو سره خپل دښمنان وځپي."

د يادې جرګې بل غړي عبدالله قرلق وويل، د وسله والو مخالفينو جګړه ييز تکتيکونه د هرې ورځې په تېرېدو سره بدلون مومي، چې افغان امنيتي چارواکي هم له پخوانيو تجربو او اوسنيو اړتياو څخه په ګټې، جګړه ييزو تاکتيکونو ته بدلون ورکړي.

د مشرانو جرګې لومړى نايب محمد عالم ايزديار، چې د نن ورځې ناستې مشري يې هم کوله، له خپلې خاورې، ځمکنۍ بشپړتيا، مال او ځان څخه د دفاع کولو په برخه کې د امنيتي ځواکونو له کړنو د ستاينې ترڅنګ وويل: "له حکومت غواړو چې د افغانستان په امنيتي او دفاعي ستراتيژي کې، د شته اړتياوو او ګواښونو په چوکاټ کې له سره غور وکړي."

هغه زياته کړه، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ګواښونه شته او حکومت مکلف دى چې له پخوانيو تجربو څخه په ګټې اخيستو يوه مناسبه او معقوله امنيتي او دفاعي ستراتيژي او پلان طرحه کړي.

د امريکا او روسيې مخامخ کېدل

د مشرانو جرګې يوه غړي محمد حسن هوتک وويل: "سوريه کې د امريکا او روسيې مقابله روانه ده، موږ په دې ډارېږو چې د دغو دوه  زبرځواکونو سيالي پر افغانستان منفي اغېز ونه کړي، له حکومت غواړو چې په دغه برخه کې خپله بې پلوي غوره کړي."

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود او له افغان حکومت يې وغوښتل، څو د امريکا او روسيې ترمنځ په رامنځته شوي ټکر کې خپل بې پرېتوب غوره کړي.

محمد علم ايزديار د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "د سوريې جګړه، د سوريې کورنۍ جګړه نه ده، بلکې يوه ستره سيمه ييزه او نړيواله جګړه ده، موږ هم له دې اندېښنه لرو، چې افغانستان پر دويمې سوريې بدل نه شي، افغانان د هغو هېوادونو کړنې او دسيسې ګوري چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې رښتينې مبارزه نه کوي."

هغه زياته کړه: "موږ نه غواړو چې د هېواد يوه برخه مو د طالب، بله برخه د داعش او بله برخه د بل پردي له لوري لاندې شي، چې دا زموږ اندېښنه ده."

نوموړي هم د حکومت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکو کې تعادل وساتي او افغانستان اړيکې د يوه هېواد لپاره له بل هېواد سره خرابې نه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.