ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې په تړاو کېدونکې هڅې بايد رښتينې وي”

“د سولې په تړاو کېدونکې هڅې بايد رښتينې وي”

author avatar
9 Apr 2017 - 18:37
“د سولې په تړاو کېدونکې هڅې بايد رښتينې وي”
author avatar
9 Apr 2017 - 18:37

مزارشريف (پژواک ۲۰ وری، ۹۶): په بلخ کې د شمال زون د سولې کاروان ګډونوال وايي، د سولې په تړاو کېدونکې هڅې بايد رښتينې وي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۲۰مه، د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو د مدني فعالانو تر منځ د سولې کاروان په نامه د درې ورځني سفر لومړۍ ناسته وشوه.

دغه ناسته چې د بلخ ميديوتيک په دفتر کې د همدې دفتر له خوا جوړه شوې وه، د کابل په ګډون په کې د تخار، بدخشان، کندوز، بغلان، بلخ او جوزجان ولايتونو مدني فعالانو برخه لرله.

په دې ناسته کې د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون رييس سيدمحمد سامع هم برخه لرله.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون د سولې په تړاو د هر ګام ملاتړ کوي، خو سولې ته کېدونکې هڅې بايد رښتينولي ولري او عدالت په کې په پام کې ونيول شي.

دى زياتوي: ((که دولت دی، که حزب اسلامي او که د افغانستان جمهوري دولت کوم بل وسله وال مخالف؛ دوی بايد په سوله کې رښتينولۍ ته پام وکړي.))

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، په سوله کې بايد د افغانانو غوښتنې به جدي توګه په نظر کې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه: ((سوله بايد په دې قېمت نه وي، چې د تېرې يوې نيمې لسيزې لاس ته راوړنې په کې زيانمنې کړو.))

د هغه په وينا، له هغې سولې ملاتړ کوي، چې عزتمندانه وي او د افغانانو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره وي.

له بغلان ولايت څخه راغلي مدني فعال محمد رسول بها پژواک ته وويل، د ولايتونو د ځوانانو تر منځ ورته ناستې په سياسي او ټولنيزه توګه ګټه لري.

نوموړي زياته کړه، د يادو ځوانانو له لارې د دغو ولايتونو د اوسېدونکو مشکلات يو بل ته په ښه توګه لېږدول کېږي.

د هغه په خبره، د ځوانانو تر منځ د سالمې ملګرتيا او د فکري ودې لپاره وخت پيدا کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.