شبرغان (پژواک،٢٠ ورى ٩٦): په جوزجان کې سيمه ييزو چارواکو د دې ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د مخالفينو په لاس د څلورو سقوط شوو امنيتي پوستو د امنيتي ځواکونو له لوري د بېرته نيولو خبر ورکړ او وايي، اته وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان دي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزو پوليسوځوابي بريدکې وتوانېدل له لاس تللې څلور پوستې بېرته ترلاسه کړي.
نوموړي د اتو وسله والو مخالفينو د وژنې او شپږو نورو ټپي کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، د دې نښتې له امله، درې سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.
هغه په ډاګه کړه چې وسله وال طالبان له مغل کلي څخه تښتېدلي دي؛ خو لا هم د دې کلي شاوخوا خوره وره نښته روانه ده.
د درزاب ولسوال زياته کړه: "نن په درزاب ولسوالۍکې ښوونځى تړلى و، خلک د مغل او حلقاني کليو څخه د وتو په حال کې دي او د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي."
هغه وويل، که چارواکي د دولت وسله والو مخالفينو بريدونو کابو کولو او د امنيتي ځواکونو پياوړتيا لپاره په وخت اقدام و نه کړي، دې ولسوالۍ کې به انساني ناورين رامنځ ته شي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني هم دې ولسوالۍ کې د وضعيت له ښه کېدو خبر ورکړ، خو ويې ويل: "د هوا ناوړه حالت له امله، الوتنې په نسبي ډول اخلال شوي او موږ د موکې په انتظار يو، څو هوا سمه شي او تازه دمي ځواکونه سيمې ته واستول شي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو باندې بريدونه وکړو."
خو د ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل، وسله والو طالبانو څو سيمه ييز پوليس برمته کړي وو او ځوروي يې.
هغې د دې ولسوالۍ ناوړه وضعيت په تړاو اندېښمنه ده او زياته يې کړه چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ له مرکز څخه لږ واټن لري.
د ولايتي شورا دا غړې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، که د دې ستونزې هواري لپاره د اړوندو چارواکو له لوري اړين ګامونه وا نه خيستل شي، وضعيت به نور هم خراب شي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ټېليفوني اړيکې په ترڅ کې پژواک ته وويل: "زموږ ځواکونه اوسمهال د مغل کلي کې ځاى پرځاى دي او له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي."
هغه د يو طالب وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل او ويې ويل، څلور ټپي سيمه ييز پوليس له هغوى سره برمته دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن