ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې موټربم چاودنه شوې خو زیان نه لري

ننګرهار کې موټربم چاودنه شوې خو زیان نه لري

author avatar
10 Apr 2017 - 11:23
ننګرهار کې موټربم چاودنه شوې خو زیان نه لري
author avatar
10 Apr 2017 - 11:23

جلال اباد (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار کې د موټربم چاودنه شوې او یوازې ځانمرګی بریدګر په کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٥مې ويالې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، بريدګر هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک خپل  الټو موټر ته په ياده سيمه کې د کوکنارو د له منځه وړو پر کمپاين چاودنه ورکړې.

خو خوږياڼى وايي، موټر يې موخې ته له رسېدو مخکې چاودېدلى چې په پايله کې يې يوازې بريدګر وژل شوى دى.

د والي وياند وويل چې په دې پېښه کې ملکي خلکو او نظامي مسوولينو زیان نه دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت امنيتي ارګانونو پرون په همدې سيمه کې له چاودېدوکو توکو ډک کرولا موټر کشف او بيا يې ورته چاودنه ورکړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.