ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بحران نړیواله ډله: د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ اختلافاتو افغانستان بې ثباته کړی

د بحران نړیواله ډله: د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ اختلافاتو افغانستان بې ثباته کړی

author avatar
11 Apr 2017 - 11:58
د بحران نړیواله ډله: د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ اختلافاتو افغانستان بې ثباته کړی
author avatar
11 Apr 2017 - 11:58

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د بحران نړيواله ډله وايي، د ولسمشر غني او اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله تر منځ اختلافات کولی شي د افغانستان اقتصادي لاسته راوړنې له منځه يوسي او د دغه هېواد ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

خو دافغانستان حکومت دا راپور رد کړى دى.

د دې نړيوالې ادارې مرکز چې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې دى، په خپل وروستي راپور کې چې د وري په ٢١مه خپور شوى، ويلي چې د ولسمشر غني او اجرائيه رييس تر منځ لا هم اختلافات روان دي.

سرچينې زياته کړې، دغه اختلافات د دې لامل کېدای شي چې د ملي يووالي حکومت له تزلزل او بې ثباتۍ سره مخ شي.

د يادې ډلې په راپور کې راغلي، د دوی اختلافات د ملي يووالي حکومت د هوکړې له ابهاماتو پيل شوي دي.

سرچينې زياته کړې: ((ولسمشر وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ ټول واکونه له ولسمشر سره دي، خو اجرائيه رييس بيا په هر څه کې ځان نيم شریک بولي.))

دغې ډلې په خپل یوه راپور کې زياته کړې چې دا دواړه مشران، کسان د قومیت پر بنسټ ګوماري او هر يو هڅه کوي چې خپل پلويان په حکومت کې ځای پر ځای کړي.

د نړیوال بحران د ډلې په وینا، همدا لامل دی چې دندې د وړتيا پر بنسټ نه، بلکې د قومیت او ژبې پر بنسټ افرادو ته ورکول کېږي.

دوی لیکلي، که وضعيت همداسې روان وي، د ملي وحدت حکومت دوام له خطر سره مخ دی او په افغانستان کې سیاسي ثبات له منځه تلونکی دی.

راپور وايي چې د افغانستان ثبات او امنیت همدې دواړو کسانو ته را ګرځي، نو ښه به وي چې اختلافات لرې کړي او د يوه ښه افغانستان لپاره کاروکړي.

يادې ډلې له افغان مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات يوې خوا ته پرېږدي او په تېرو څو کلونو کې ترلاسه کړې لاسته راوړنې وساتي.

سرچينې زياته کړې، افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې د اقتصاد په برخه کې ښې لاسته راوړنې او که  دا اختلافات يې دوام پيدا کړ، خو دا له ګواښ سره مخ کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.