ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي

author avatar
11 Apr 2017 - 10:55
ننګرهار کې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي
author avatar
11 Apr 2017 - 10:55

جلال اباد (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي چې د حمزه په نامه پيل شوو عملياتو کې د داعش ١٣ نور وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو امنيتي ځواکونو د حمزه په نوم روانو عملياتو پر مهال  تېره ورځ په اچين ولسوالۍ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړې، داعش وسله والو ته دا مرګ ژوبله د يادې ولسوالۍ د پېښې په سيمه کې اوښتې ده او هوايي بريدونه هم ترسره شوي دي.

مشرقيوال وايي، د يادو  عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله لسګونه داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر سيمې ترې پاکې شوې دي.

د حمزه عمليات د وري په ۱۳مه د ځانګړو افغان کومانډو ځواکونو له لوري د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پيل شوي چې لا هم دوام لري.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دغه ځل په اچین او کوټ ولسوالیو کې د حمزه په نوم پیل شوو عملیاتو  کې د داعش د ځپلو تر څنګ په سیمه کې د دایمي امنیت په هدف نظامي مرکزونه جوړوي.

په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرین اقا فقيري د وري په ۲۱مه پژواک اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې یې د اوو مهو قوماندانانو په ګډون ۲۴۳ داعش جنګیالي وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د يادونې ده، ناټو او افغان پوځي چارواکي په ننګرهار کې د داعش وسله والو شمېر شاوخوا ١٥٠٠ تنه ښيي، خو که له تېر کال راهيسې دولتي اعلاميې وشمېرل شي؛ نو د وژل شوو داعشيانو شمېر به له شته څخه څو برابره زياته وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.