ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شوې کورنۍ مرستې غواړي

کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شوې کورنۍ مرستې غواړي

author avatar
11 Apr 2017 - 13:34
کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شوې کورنۍ مرستې غواړي
author avatar
11 Apr 2017 - 13:34

اسعد اباد (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): په کونړ ولايت کې د پاکستان د بريدونو له امله بېـځايه شوې کورنۍ وايي چې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي تر څنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستيو کې پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا د کونړ پر ځينو ولسواليو بريدونه پيل کړي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې لسګونه کورنيو خپل کورونه پرېیښي او په يوه دښته کې يې اړولي دي.

د ګل محمد په نوم د خاص کونړ ولسوالۍ د شالۍ سيمې اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو د بريدونو له امله يې خپل ډک کور پرېیښى دى او دلته يې په يوه ډاګ کې اړولي دي.

دى وايي، د دې بريدونو له امله د ده تر څنګ شاوخوا ٢٥٠ کورنۍ بې ځايه شوې خو حکومت يوازې له څو کورني سره مرستې کړې دي.

ګل محمد وويل، حکومت ځينو کورنيو ته خېمې، ترپالونه، د اشپزخانې توکي او اته زره افغانۍ نغدې ورکړې، خو له ډېرو نورو کورنيو سره هېڅ مرستې نه دې شوې.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې ټولو کورنيو سره دې دوامداره مرستې وکړي.

د شاه محمد په نامه يو بل تن بيا وايي چې په دې ډاګ کې د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي.

نوموړي پژواک ته وويل، د يوې موسسې له خوا په وړونکي ټانکر کې اوبه راوړل کېږي چې هغه ټولو خلکو ته بسنه نه کوي.

دى وايي، دغې موسسې اوس ويلي چې قرارداد يې ختمېږي، نور نه شي کولى چې خلکو ته اوبه راوړي.

دوا جان بيا وايي، دوى خپل ډک کورونه پرېيښي دي، کروندې او څاروي يې د بريدونو له امله له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، ګرمي را روانه ده، په دې موسم کې په خېمو کې ژوند ګران دى، حکومت دې له پاکستان سره دا ستونزه هواره کړي، څو دوى خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کونړ د کډوالو چارو رييس شفيق الله مومند وايي چې د دوى د سروې له امله په خاص کونړ ولايت کې ١٨٩ کورنۍ بېځايه شوي او ورسره يې مرستې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.