کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د يوه لوى حلقوي سړک د جوړولو تړون لاسليک شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه تړون د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په شتون کې د مشرق ساختماني شرکت او د ټولټګو وزارت استازي لاسليک وکړ.
هغه زياته کړه، د تړون له مخې به د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۴،۸ کيلومترو په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په عرض څلور لينه سړک جوړېږي چې په منځ کې يې ګلدان، پلې لارې د پارکنګ ساحې؛ د سړک دواړو غاړو ته سرپټې ويالې او د تنوير مجهز سيستم فعاله وي.
ځواک وايي، دغه سړک د مرکز مهترلام اړوند د ده ملخ له پل څخه پيل او د کابل تر اوسنۍ اډې پورې به غځېږي.
د والي وياند وويل، پر دغه سړک ٢٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ټولټګو وزارت له خوا ورکول کېږي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، د دغه سړک له جوړېدو سره به په اقتصادي، ټولنيزه، امنيتي، کرنيز او نورو ګڼو برخو کې د لغمان د خلکو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
هغه له ټولګټو وزارته وغوښتل چې د مهترلام- بادپښ، همدارنګه د شهيدانو له پول څخه تر بادپښ پورې د سړکونو جوړېدو او د دې تر څنګ د ځينو نورو زېربنايي پروژو د تطبيق په برخه کې لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دغه تړون د لاسليک پر مهال د ټولګټو چارو وزير محمود بليغ د لغمان خلکو ته د مبارکۍ پر ويلو سربېره له خلکو او د ولس له منتخبو استازو وغوښتل څو د دې پروژې په تطبیق کې همکاري وکړي.
هغه ژمنه وکړه، تر خپل وسه به په لغمان کې د زېربنايي پروژو عملي تطبيق ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د مهترلام ښار يو اوسېدونکى مجيب الرحمن وايي، ورځ تر بلې د ولايت په مرکز کې نفوس زياتېږي، خو د ښار ظرفيت ډېر کم دى.
نوموړي د حلقوي سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې سره به خلکو ته پراخې اسانتياوې برابرې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن