د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په ځانمرګي بريد کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل په ځانمرګي بريد کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 12, 2017 - 16:34

کابل، دوهم تعقيب (پژواک ٢٣ ورى ٩٦): امنيتي مسوولين وايي، د کابل په ځانمرګي بريد کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دا پېښه، نن مازيګر په څلورو بجو دوهمې امنيتي حوزې ته څېرمه په مرادخانيو سيمه کې وشوه.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد د يوه پلي ځانمرګي بريدګر له خوا وشو، چې په کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر مل پاسوال سالم الماس بيا پژواک ته وويل چې په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي او څلور ژوبل دي.

نوموړي د پېښې قربانيان ملکي وګړي او دولتي کارکوونکي په ګوته کړل.

د دې بريد مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستى دى.

ولسمشر اشرف غني دا بريد غندلى او ويلي دي: "تروريستي ګروپونه د وېرې او وحشت د خپرولو، چاودنو او ترهګريزو بريدونو له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلى."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement