ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ د نوري فايبر له مخابراتي شبکې سره ونښلول شو

کونړ د نوري فايبر له مخابراتي شبکې سره ونښلول شو

author avatar
12 Apr 2017 - 19:06
کونړ د نوري فايبر له مخابراتي شبکې سره ونښلول شو
author avatar
12 Apr 2017 - 19:06

اسعد اباد (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): چارواکي وايي، کونړ د نوري فايبر مخابراتي شبکې سره ونښلول شو، چې له امله به يې په دې ولايت کې د انټرنټي او ټيلېفوني خدماتو اسانتياوې زياتې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي مرستيال او سرپرست وزير سيد احمدشاه سادات چې دې ولايت ته يې سفر کړى و، وويل چې کونړ ته له جلال اباد څخه د نوري فايبر لين د ١٥ مياشتو په موده کې د درې ميليونو ډالرو په لګښت وغځول شو.

ده زياته کړه، په دې سره به په کونړ کې د انټرنټي او ټيلېفوني خدماتو او د زده کړې د بهير په ښه والي کې اسانتياوې رامنځ ته شي.

د هغه په وينا، راتلونکې اوونۍ له چين هېواد سره تفاهمليک لاسليکوي چې په دې سره به په راتلونکو دوو کلونو (٢٠١٩ کال کې) افغانستان د بدخشان د واخان له لارې له فايبر نوري شبکې سره وتړل شي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د مخابراتو وزارت له مسوولينو وغوښتل چې د يادې شبکې خدمتونه د دې ولايت ټولو ولسواليو ته وغځوي، ترڅو يې له اسانتياوو او خدمتونو ټول خلک استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.