ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى

په دايکنډي کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
13 Apr 2017 - 13:37
په دايکنډي کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
13 Apr 2017 - 13:37

نيلي (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): د دايکندي ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دغه ولايت کې ښځې د تاوتريخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخ دي او تېر کال د تاوتريخوالي نږدې ٢٥٤موارد ثبت شوي دي.

په دايکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر محمد جواد دادګر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، شمېرې ښيي چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د يوه کال وړاندې په پرتله لس سلنه زيات شوى او په تېر کې د تاوتريخوالو د ٢٥٤ مواردو نه ٨٠ سلنه پېښې د فزيکي تاوتريخوالې وې.

نوموړي د ښځو د ځان وژنې اقدام هم د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې کمېسيون په ١٣٩٥ لمريز کال کې په دايکنډي کې د ښځو د ځان وژنې د هڅو ٦٠ موارد ثبت کړي چې له منځه يې پنځو ځانوژنه کړې او پاتې نورې يې له درملنې او روغتيايي مراقبت وروسته ښې شوې، خو ډېرى دا ډول هڅې د نجونو له خوا شوې چې لاملونه يې هم بېلابېل دي.

دادګر زياته کړه چې نرواکي او اقتصادي بېوزلي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بنسټيز لاملونه دي، په تېر کال کې له کوره د نجونو او ښځو د تېښتې ١٨ موارد هم ثبت شوي دي.

په دايکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر د کار او درنو کارونو وضعيت هم د ښځو پر وړاندې له نورو ننګونو ياد کړ او ويې ويل چې په ولسواليو کې ښځې کرکيله او شپني کوي، د هغوى لپاره درانه او سخت کارونه له جسمي اړخه د زغم وړ نه دي.

له ښځو سره د تاوتريخوالي دا شمېرې يوازې د دايکنډي لپاره د بشري حقونو په کمېسيون پورې اړوندې دي، خو د ښځو چارو رياست وايي چې تېر کال يې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٥٠ موارد ثبت کړي دي، خو څرګنده نه ده چې دغه موارد ګډ دي که بېل.

د دايکنډي ولايت مدني فعال رحمت الله شريعتي په ياد ولايت کې د ښځو عمومي وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې هلته عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کمه شوې او پر يادو ارګانونو يو ډول بې باوري رامنځته شوې ده چې له امله يې د تاوتريخوالي عاملين خوندي پاتې کېږي.

هغه زياته کړه: ((په نوي کال کې د ولايت په مرکز کې د ښځو لپاره يوه بله ستونزه رامنځته شوې، دا ستونزه د عالمانو له لوري د ښځينو ورزشکارانو او نجونو لپاره د بايسکل ځغلونې محدوديت دى، عالمان فکر کوي چې د ښځو ورزش د اسلام خلاف دى.))

هغه زياته کړه، په دې اړه عالمانو دوې ناستې کړې چې له امله يې ګڼو کورنيو د روزش په برخه کې د خپلو لوڼو مخنيوى کړى او اوس يې د ښوونځي پر زده کوونکو هم اغېزه کړې ده.

د نيلي يوې اوسېدونکې نصيبې په دايکنډي کې د ښځو وضعيت د قناعت وړ ونه باله او ويې ويل چې په دايکنډي ولايت کې ټولنه ښځو ته د دويمه درجه انسان په توګه ګوري.))

نوموړي چې له ادبياتو څانګې فارغې شوې، پژواک ته وويل چې په دايکنډي کې هم د ټول افغانستان په څېر نرواکي چلېږي، شځې د يوه انسان په توګه له خپلو ټولو کلتوري، ټولنيزو، اقتصادي او سياسي حقونو برخمنې وي، له دوى سره بايد سپک چلند ونه شي.

نصيبې زياته کړه: ((په دايکنډي کې داسې ښځې پېژنم چې لوړې زده کړې يې پاى ته رسولې، خو کورنۍ يې د کار کولو اجازه نه ورکوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.