ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين په وروستي بمبار کې د مهمو مشرانو په ګډون ٩٤ داعشيان وژل شوي

د اچين په وروستي بمبار کې د مهمو مشرانو په ګډون ٩٤ داعشيان وژل شوي

author avatar
15 Apr 2017 - 10:39
د اچين په وروستي بمبار کې د مهمو مشرانو په ګډون ٩٤ داعشيان وژل شوي
author avatar
15 Apr 2017 - 10:39

جلال اباد  (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د وړمې شپې په هوايي بريد کې د ګڼ شمېر مهمو مشرانو په ګډون ٩٤ تنه داعشيان وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونو د جمعې په شپه ( د وري په ٢٤مه) د ماښام په شاوخوا اوو بجو د اچين ولسوالۍ پر مامند درې ، چېرته چې د داعش وسله والې ډلې مهم مرکز و، هوايي بريد وکړ.

امريکا ويلي و چې پر ياده سيمه يې د (بمونو مور) په نامه غټ بم غورځولى چې ويل کېږي، شاوخوا لس زره کيلو ګرامه وزن يې درلود.

دغه بم امريکا په وروستيو لسيزو کې جوړ کړى ، خو تر اوسه يې چېرته نه و کارولى، ويل کېږي چې دا تر اتوم بم څخه وروسته خطرناک بم دى.

د ننګرهار د والي وياند  عطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې د داعش ياد مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې د يو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون د د اعش ٩٤ وسله وال وژل شوي دي.

د خوږياڼي په وينا، دغه راز په دغه هوايي بريد کې د داعش ډلې درې سمڅې  او د وسلو او مهماتو يوه زېرمه  او نور وسايل له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د داعش خراسان د پخواني وژل شوي مشر حافظ سعيد خان ورور  په ګډون  د حمزه، ابوبکر، محمد ابراني په نومونو يو شمېر  قوماندانان شامل دي.

د والي وياند وويل چې په وژل شويو کسانو کې يو شمېر بهرني وګړي هم شامل دي.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده چې تر يادې بمبارۍ څو ساعته مخکې په ٢٠١ سيلاب قول اردو کې افغان او امريکايي پوځي چارواکو په دې اړه ناسته کړې وه.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.