ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شول

د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شول

author avatar
15 Apr 2017 - 10:33
د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير ټپيان شول
author avatar
15 Apr 2017 - 10:33

جلال اباد  (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياندعطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په څه کم اتو بجو د بټي کوټ ولسوالۍ په جانخېلو سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په چاودنه کې ولسوال حاجي غالب مجاهد، د ولسوالۍ امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو بل کارکوونکی ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ياد مسوولين ديو شمېر شکمنو کسانو د نيولو په موخه روان و چې چاودنه پرې وشوه.

د والي وياند د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.

د ننګرهار  د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، دوى د کوکنارو پرضد د کمپاين لپاره روان و چې چاودنه پرې وشوه.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم پر  ولسوال حاجي غالب چاودنې او بريدونه شوي او څو وارې ټپي شوى هم دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.