جلال اباد (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياندعطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په څه کم اتو بجو د بټي کوټ ولسوالۍ په جانخېلو سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په چاودنه کې ولسوال حاجي غالب مجاهد، د ولسوالۍ امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو بل کارکوونکی ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ياد مسوولين ديو شمېر شکمنو کسانو د نيولو په موخه روان و چې چاودنه پرې وشوه.
د والي وياند د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، دوى د کوکنارو پرضد د کمپاين لپاره روان و چې چاودنه پرې وشوه.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم پر ولسوال حاجي غالب چاودنې او بريدونه شوي او څو وارې ټپي شوى هم دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن