ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او امريکا تر منځ پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې پيل شوې

د افغانستان او امريکا تر منځ پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې پيل شوې

author avatar
16 Apr 2017 - 11:42
د افغانستان او امريکا تر منځ پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې پيل شوې
author avatar
16 Apr 2017 - 11:42

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦):  د افغانستان او امريکا ترمنځ پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې پيل شوې دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار مېک ماسټر  تېره شپه کابل ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړي نن سهار له خپل افغان سيال حنيف اتمر سره په ارګ کې وليدل.

خو تواب غورځنګ په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

کابل ته تر سفر مخکې د امريکا د ملي امنيت سلاکار د وري په ٨ مه،له حنيف اتمر سره پر وروستيو امنيتي حالاتو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سولې پر موضوعاتو ټيلېفوني خبرې کړې وې .

د ملي امنيت شورا وياند غورځنګ هغه مهال ويلي و چې په دې اړيکه کې دواړو لورو، د يادو موضوعاتو په اړه خپل نظريات شريک کړل اوهوکړه وشوه چې د تخنيکي کچې کاري ډلې د هوکړه شويو موضوعاتو د تطبيق په اړه دوه اړخيزې مخامخ ناستې وکړي.

نوموړي زياته کړه،د افغانستان او متحده ايالتونو د ملي امنيت سلاکارانو ترمنځ به د همغږۍ دا مجلسونه په راتلونکې کې هم دوام ولري.

څو ورځې مخکې يوې دولتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و چې ډېر ژر به پر ياد امنيتي پلان د خبرو اترو لپاره د امريکا يو لوړ پوړى امنيتي پلاوى کابل ته راشي.

ويل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به پر دې پلان د خبرو اترو لپاره د امريکا ددفاع وزير جيمز مېټس هم کابل ته راشي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، ددغه امنيتي پلان  په مهمو ټکو کې راغلي  چې په افغانستان کې روانه جګړه يواځې دافغانستان نه ده، بلکې د ټولو نړيوالو ده او دوى ته هم جدي ګواښ دى، بايد پر وړاندې يې په ګډه مبارزه وشي.

سرچينې زياته کړې چې په دې پلان کې دغه راز يادونه شوي چې په دې جګړه کې بايد د افغانانو قربانيو ته درناوى وشي.

دغه راز په دې پلان کې به افغانستان او امريکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پر يوه نوي پلان موافقه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.