ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش ډلې غړو جوزجان کې د ښوونکو معاشونه غلا کړي

د داعش ډلې غړو جوزجان کې د ښوونکو معاشونه غلا کړي

author avatar
16 Apr 2017 - 19:45
د داعش ډلې غړو جوزجان کې د ښوونکو معاشونه غلا کړي
author avatar
16 Apr 2017 - 19:45

شبرغان (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦): د جوزجان د پوهنې رياست څلور کارکوونکي، چې درزاب ولسوالۍ ته يې د ښوونکو معاشونه لېږدول، وايي چې د داعش ډلې اړوندو غړو له وهلو ډبولو وروسته ترې پيسې اخيستې، خو سيمه ييز چارواکي د يادې پېښې ل جدي څېړنې خبر ورکوي.

د جوزجان والي وياند محمدرضا غفوري وويل، دغه پېښه د درزاب-شبرغان لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: "دوو ښوونکو او دوو باوري کسانو، چې کله د ښوونکو ٨٨٠زره افغانۍ معاشونه لېږدول، د داعشيانو له لوري وهل شوي او پيسې يې هم ترې اخيستې دي."

د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحى يشين وويل، دوه باوري کسان د ضمانت په ورکولو سره په دندې ګومارل شوي او ژمنه يې کړې وه، چې د معاشونو پيسې به له کومې ستونزې پرته درزاب ولسوالۍ ته لېږدوي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي وويل، قضيه له امنيتي بنسټونو سره په همکارۍ په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده؛ که چېرې ناسمه ثابته شي، له عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.

خو د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل: "ياده قضيه تر ډېره يوې صحنې جوړونې ته ورته ده، کوم کسان چې د ښوونکو معاشونو د لېږد لپاره په دنده ګومارل شوي؛ د داعش ډلې له خپلوانو څخه دي."

هغه زياته کړه، په دغه برخه کې د پوهنې رياست ملامت دى، ځکه دوى پر داسې کسانو باور کړى، چې په يو نه يو ډول له داعش ډلې سره اړيکې لري.

نوموړي زياته کړه، کوم څه چې دوى د داعش ډلې له لوري د غلا په اړه وايي، تر ډېره يوې صحنې جوړونې سره ورته دى.

هغه وويل، د يادو کسانو پر سر او بدن تر سترګو شوي ټپونه هم څرګندوي، چې دا پېښه له درواغو ډکه ده.

د درزاب ولسوال څرګنده کړه، دوه معتمدين او دوه ښوونکي چې د پيسو د لېږد مسووليت يې پر غاړه درلود، د قضيې روښانولو په موخه، ملي امنيت ته ورمعرفي کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.