ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې يو سړي خپله مېرمن ټوټه ټوټه کړه

په لښکرګاه کې يو سړي خپله مېرمن ټوټه ټوټه کړه

author avatar
16 Apr 2017 - 14:58
په لښکرګاه کې يو سړي خپله مېرمن ټوټه ټوټه کړه
author avatar
16 Apr 2017 - 14:58

لښکرګاه(پژواک،٢٧ورى٩٦): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز لښکرګاه کې يو سړي خپله مېرمن وژلې ده، بيايې ټوټې ټوټې کړې او بورۍ کې يې اچولې ده.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دويمې امنيتي حوزې امر سمونمل حاجي ګران د وري په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې حوزې په مربوطاتو کې د ظاهر په نوم يو کس خپله مېرمن وژلې ده.

هغه وايي: (( خپله ښځه يې ټوټې ټوټې کړې، په بورۍ کې يې اچولې او بيا يې څاه ته غورځولې ده.))

ده وويل چې پوليسو دغه ظاهر نومى کس نيولى او اوسمهال پوښتنې ترې روانې دي.

د لښکرګاه ښار يو اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: (( دغه  ښځه درې ورځې وړاندې له يو بل کس سره هرات ولايت ته تللې وه او هلته يې درې شپې تېرې کړې وې، کله چې کورته بېرته راغلې، نو خاوند يې هم وژلې ده.))

د هغه په وينا، دغه ښځه او خاوند درې ماشومان هم لري چې د ټولو عمرونه يې کم دي.

دغه راز په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشرې عاطفې معروف پژواک ته وويل چې ډيرى دغه ډول وژنې د اجباري ودونو، بيوزلۍ او له قانون څخه د ناخبرۍ له امله رامنځته کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.