سرپل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦): د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په بلندغور سيمه کې د هاوان مرميو د لګېدو له امله يو ماشوم او درې ښځې وژل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه د دوى په کلي کې د هاوان مرمۍ پر يو کور او بله په بل کور کې ولګېده.
هغه وايي چې په يو کور کې دوې ښځې او په بل کې يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي دي.
ده وويل نه پوهېږي چې د هاوان دغه ډزې چا کړې دي.
خو د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي چې په دې اړه يې دوه ډوله راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ده په وينا، د يو راپور له مخې، د وسله والو طالبانو د هاوان مرمۍ په ياد کلي کې لګېدلې او دغه څلور تنه يې وژلي دي، خو بل راپور ښيي چې دغه کسان وسله والو طالبانو دولت ته د جاسوسۍ په تور پر ډزو وژلي دي.
وسله والو طالبانو د دوى له خوا د درېيو ښځو او يو ماشوم وژل رد کړي دي.
هغوى دعوه کوي چې د صياد په بلندغور او پسته مزار سيمو کې د دولتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.
دولتي چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن