ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت دې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي

حکومت دې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي

author avatar
18 Apr 2017 - 16:27
حکومت دې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي
author avatar
18 Apr 2017 - 16:27

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦):د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، حکومت دې په پکتيا او پکتيکا کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو جوړولو مخه ونيسي او يا دې خلک پرېږدي چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي جمعه الدين ګياڼيوال وايي چې پاکستان د دې ولايت په ګومل ولسوالۍ کې تاسيسات جوړوي.

ده زياته کړه: "د افغانستان په خاوره کې د پاکستانيانو لخوا د تاسيساتو جوړېدول دوام لري، يوه پوسته يې شاوخوا ۲۵۰ متره د افغانستان په خاوره کې دننه جوړه کړې؛ دويمه يې هم څو ورځې وړاندې تکميل شوه او پر درېيمه همدا شيبه کار روان دی، نن سهار اووه بجې ماته د سيمې خلکو زنګ وواهه چې کار يې پيل او کار يې دوام لري."

دغه راز هغه وايي چې پاکستانيانو د ګومل ولسوالۍ د خروټو سيمې له خلکو غوښتي چې که په ياده سيمه کې ځنګلونه ووهي نو خوراکي توکيس (لوبيا، دالنخود او وريجې ) به ورکړي.

دى وايي: "د ملک شېر او خروټو قومي ځيني کسان په پاکستان خاورنګ سيمه کې د ای ايس ای مرکز  ورغوښتی او ورته ويلي يې دي چې که تاسو دغه ځنګلونه ونه وهئ نو موږ به دغه ځنګلونه ووهو او لرګي به يې هم تاسو ته نه درکوو."

په مشرانو جرګه د پکتيا د خلکو استازي بازمحمد زرمتي وويل چې پاکستان د پکتيا ولايت د ارګون ولسوالۍ اړوند او ځينو نورو سيمو کې هم تاسيسات جوړوي.

هغه نيوکه وکړه چې افغان حکومت په ځينو موضوعاتو کې پټه خوله پاتې کېږي او په تړاو يې هېڅ اقدام نه کوي.

د مشرانو جرګې يادو دواړو غړو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه اړين ګامونه پورته کړي او يا خلکو ته اجازه ورکړي چې په اړه يې اقدام او له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم اېزديار چې د نننۍ جرګې مشري يې کوله هم وويل چې حکومت بايد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په موخه جدي و اوسي او له هرې ممکنې لارې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې د تاسيساتو جوړولو مخه ونيسي.

اېزديار وويل: "موږ د مشرانو جرګې په استازيتوب خپل غږ اوچتوو او له سرحدي ځواکونو غواړو چې په دې اړه بشپړ معلومات له افغان حکومت سره شريک کړي او کوم تاسيسات چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې جوړېږي بايد د دواړو هېوادونو په تفاهم سره جوړ شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.