ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا لس ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي

د کاپيسا لس ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي

author avatar
18 Apr 2017 - 09:05
د کاپيسا لس ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي
author avatar
18 Apr 2017 - 09:05

محمودراقي (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د کاپيسا ولايت  لس ملکي او نظامي مامورين د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان پرون د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شوو کسانو کې د دويم کوهستان ولسوالۍ امنيه قوماندان، د يادې ولسوالۍ اداري مدير او جنايي امر هم شامل دي.

يوسفزي وويل، د ياد رياست کسانو لومړی د کاپيسا ولايت له مقام څخه ليدنه وکړه او  بيا يې په امنيه قوماندانۍ کې خپلې څېړنې وکړې او د ولايت له مقام څخه يې هم اوه تنه د اداري فساد په تور له ځان سره بیولي دي.

د  نوموړي په وينا، د روانې اونۍ په سر کې د کاپيسا د امنيه قوماندان له خوا له فساد سره د مبارزې يوه کمېټه جوړه شوه چې د ولايتي شورا، مدني ټولنې او د علماوو شورا استازي يې غړي دي.

بلخوا د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، د امنيې قوماندانۍ يو شمېر کارکوونکي چې په اداري فساد کې ښکېل وو، په تېښته بريالي شوي دي.

د ولايتي شورا رييس حسين سنجني د يادو کسانو نيول تاييد کړل او ويې ويل چې دغه کسان له کابل څخه راغلي پلاوي له خوا نيول شوي دي.

خو هغه دا ونه ويل چې د ولايت له مقام څخه څو تنه نيول شوي دي.

د کاپيسا ولايت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېر کال هم  د کاپيسا د امنيه قوماندان په ګډون نږدې لس تنه د اداري فساد په تور نيول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.