ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: ولسمشر د پکتیا له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی

امرخېل: ولسمشر د پکتیا له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی

author avatar
19 Apr 2017 - 18:20
امرخېل: ولسمشر د پکتیا له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی
author avatar
19 Apr 2017 - 18:20

ګردېز (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وايي چې ولسمشر د دغه ولايت له خلکو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٣٠مه، په ګردېز ښار کې د ملي ثبات ټولنې د پلويانو يوې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، په تېرو شاوخوا درې کلونو کې په دغه ولايت کې پر جدي اړتيا سربېره لا هم هېڅ کومه لويه پروژه نه ده عملي شوې.

امرخېل پر ولسمشر کلکه نيوکه وکړه چې د سولې او ثبات او په مرکز کې د ولايت د سالم استازيتوب لپاره وړ اشخاصو ته د زمينې برابرولو په ژمنه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، ولسمشر غني د پکـتيا د اوسېدونکـو په قربانۍ او رايو تر واکه ورسېد، خو کړې ژمنې يې يوازې ژمنې پاتې شوې او عمل نه دی پرې شوی.

د پکـتيا د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي وويل چې د زون د مرکز په توګه پکـتيا ته هېڅ کار نه دی شوی او د دغه ولايت خلک په بېلابېلو برخو کې ان لومړيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري او خلک لا هم د شوو ژمنو عملي کـېدو ته سترګې په لاره دي.

بهرامزی وايي: ((موږ د صحت او تعليم په برخه کې ډېرې زياتې ستونزې لرو، د خلکـو اقتصادي حالت مو هم ډېر خراب دی، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ولايت ته مو بايد جدي پام وشي، سبا بيا هم ټاکنې را روانې دي، بيا به له موږ څخه څوک په کوم نوم او مخ رايه غواړي؟))

قومي مخور جنت خان منګل وويل چې ولسمشر د مشخصو کـړيو له خوا انحصار شوی او د خلکـو اصلي وضعيت او غږ ورته نه رسېږي او له دې امله د ارګ او ولس تر منځ واټن هم مخ پر زياتېدو دی.

منګل وايي: ((جمهور رييس انحصار شوی، غني ويل چې که انحصار شوم راته ووايئ او له انحصاره مې خلاص کړئ، اوس ولس دومره خوا ته نه ور پرېښودل کېږي چې ورته ووايي چې انحصار شوی يې، ځان له انحصاره خلاص کړه او بايد اصلاحات عملي شي.))

دا څويم ځل دی چې د پکـتيا اوسېدونکي ورته د نه پاملرنې او ورسره د شوو ژمنو نه عملي کـېدو له امله نيوکې او اعتراض کوي.

دوی وايي چې ولسمشر د ځينو کـړيو له خوا انحصار شوی او نه پرېږدې چي د ولس رښتينی غږ تر ولسمشره ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.