ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش پنځه بهرني وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش پنځه بهرني وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Apr 2017 - 11:49
ننګرهار کې د داعش پنځه بهرني وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Apr 2017 - 11:49

جلال اباد (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو له خوا نن له غرمې مخکې لس بجې د نازيانو ولسوالۍ د ټکټکاني غره په سيمه کې هوايي بريد شوى دی.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د داعش پنځه وسله وال چې د مولوي يحيى ډلې غړي دي، وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوي داعشيان د ډيورنډ پولې د پورې غاړې اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکي دي.

د يادونې ده، له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ننګرهار کې د داعش پر ضد د حمزه په نوم عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې د لسګونو داعش وسله والو د وژلو ادعا شوې ده. 
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.