ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د زعفرانو ازمايښتي کښت ښه پایله لرلې ده

په باميانو کې د زعفرانو ازمايښتي کښت ښه پایله لرلې ده

author avatar
19 Apr 2017 - 15:55
په باميانو کې د زعفرانو ازمايښتي کښت ښه پایله لرلې ده
author avatar
19 Apr 2017 - 15:55

باميان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د باميانو د کرنې رياست چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولايت کې په ازمايښتي ډول زعفران کرل شوي او ښه حاصلات يې ورکړي دي.

د باميانو د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير محمد ايوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړي کال کې ٩ قطعې ځمکه او په دويم کال کې پر پنځه قطعو ځمکه باندې په امتحاني ډول د دوى په همکارۍ د کروندګرو له لوري د باميانو په مرکز، کهمرد او يکاولنګ ولسواليو کې زعفران کرل شوي دي.

نوموړي وويل چې زعفران په تودو سيمو کې ښه حاصل ورکوي او په دې ازمايښت کې به څرګنده شي چې په کهمرد ولسوالۍ او د باميانو مرکز کې د زعفرانو کښت مطلوبه پايله ورکړې ده.

د هغه په خبره، د زعفرانو په امتحاني کښت کې له هر جريب ځمکې نه ٨٠ ګرامه زعفران ترلاسه شوي چې د کچالوو په پرتله يې عوايد کم دي، خو د زعفرانو د پيازو (تخم) په ډېرولو سره به يې عوايد تر کچالوو ډېر شي.

د باميانو ولايت د کرنې د مشر عبدالوهاب محمدي په خبره، د زعفرانو پياز له هرات ولايت نه راوړل کېږي او هڅه کوي چې په دغه ولايت کې هم زيات شي.

هغه وويل: ((هغه ننداريز قطعات چې د باميانو ولايت د کرنې رياست د ترويج مديريت له لوري رامنځته شوي، د اغا خان پراختيايي بنست هم په ورس، پنجاب او شيبر ولسواليو کې ځينو کروندګرو ته د زعفرانو پياز ورکړي دي.))

سرچينې څرګنده کړه چې په روان کال کې دغه رياست د بڼوالۍ ملي پروژې په چوکاټ کې ١٣٢٢ باغونه چې هر يو يې ٦٦ مېوه لرونکې ونې چې مڼې، زردالو، الو، انګور او چهارمغز په کې شامل دي، کېنولي دي.

هغه هیله څرګنده کړه چې له باغونو په مطلوبې پايلې ترلاسه کړي.

دهغه په خبره، د کرنې رياست د کرنيزې پياوړتيا، غوره حاصل اخيستلو او د کرنې د ميکانيزه کېدو په پرخه کې تر خپله توانه هڅه کوي او په ټولو برخو کې ځانګړي کاري پلانونه لري.

باميان ولايت د هېواد له سړو ولايتونو څخه دى چې ٩٠ سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د افغانستان د کچالوو ٥٠ سلنه اړتیا له بامیانو پوره کېږي.

محمد نيسم چې د باميانو په مرکز ک ېې پر دوه جرېبه ځمکه زعفران کرلي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د زعفرانو کښت د ګرمې هوا لرونکو سيمو کې مطلوب کښت ورکوي.

نوموړي وويل چې د باميانو مرکز روانې اوبه لري، د کچالو حاصلات له زعفرانو زيات دى، د زعفرانو کښت په دې وروستيو کې دلته دود شوى دى، خو که چېرته د زعفرانو پياز (تخم) وپلورل شي، ښايي چې عوايد به يې له کچالو زيات وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.