ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د والي پر ضد لاریون وشو

پکتیکا کې د والي پر ضد لاریون وشو

author avatar
19 Apr 2017 - 16:09
پکتیکا کې د والي پر ضد لاریون وشو
author avatar
19 Apr 2017 - 16:09

ښرنه (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): په پکتيکا کې سلګونو کسانو د يو لاريون په ترڅ کې حکومتي چارواکي بې کفايته وبلل او د قومونو پر وېشنه یې تورن کړل خو د پکتيکا والي دغه څرګندونې ردوي او لاريون کوونکي معاله ګر بولي.

دغه لاريون نن (د وري ٣٠مه) وروسته له هغه وشو چې دوه ورځې مخکې د ښرنې ښار په ګلدرې سيمه کې يو ماشوم  په مرموز ډول و وژل شو.

د لاريون کوونکو له ډلې معصوم خيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا والي الياس وحدت د بې کفايتۍ تر څنګ د قومونو په وېشنه کې هم لوى لاس لري.

هغه زياته کړه: ((والي تجربه نه لري،  قومي مشرانو ته سپک الفاظ کاروي او دغه ولايت يې په سمتونو وېشلى دى.))

خيري پر امنيه قوماندان هم نيوکه وکړه چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې مرموزې وژنې ډېرې شوې خو مخه يې نه نيول کېږي.

هغه تور پورې کړ چې په مرموزو وژنو کې خپله پوليس هم لري.

دغه راز يو بل لاريون کوونکي او قومي مشر عبدالصمد شهيد هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((هغه کسان چې قومونه او ولسونه سره جلا کوي، خپله سزا به وګوري.))

بل لاريون کوونکی او قومي مشر ګل محمد بيا وايي چې د پکتيکا والي د قومي مشرانو پر ځاى له نورو خلکو سره مشورې کوي.

ده وويل: ((د والي دغه کار موږ نا راضه کړي يو، په اړه یې بايد جدي اقدام وشي.))

يادو او يو شمېر نورو لاريون کوونکو له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې پکتيکا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دغه ولايت په رهبرۍ کې بدلون راولي.

خو د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې ولس، هېواد او قانون ته ژمن دى او د هېچا د خوښې لپاره معامله نه کوي.

هغه وويل: ((دغه لاريون معصوم په لاره اچولى دى، هغه له ما نه قردادونه غوښتل، ور مې نه کړل اوس دغه ډول څرګندوې کوي، زه معامله ګر نه يم او د کوڅې د ساتلو لپاره معامله هم نه کوم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.