ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د کرل شوو کوکنارو ۴۰۰ هکتاره کښت اړول کېږي

کونړ کې د کرل شوو کوکنارو ۴۰۰ هکتاره کښت اړول کېږي

author avatar
19 Apr 2017 - 12:21
کونړ کې د کرل شوو کوکنارو ۴۰۰ هکتاره کښت اړول کېږي
author avatar
19 Apr 2017 - 12:21

اسعداباد (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د کونړ چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر ١٢٧٥ هکتاره ځمکه د کرل شوو کوکنارو د اړولو کمپاين يې پيل کړى دى.

د دغه ولايت د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رياست د قانون پلي کولو مدير محمد عارف ساپي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورکړل شوي پلان له مخې به سږ کال پر ٤٠٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي.

نوموړي زياته کړه، دوی د امنـيتي ځواکونو پر مټ د کوکنارو د فصل اړولو کمپاين پیل کړی دى.

د کونړ امنيه قوماندان پاســوال جمعه ګل همت پژواک ته وويل چې د ولسمشر د حکم او د کورنيو چارو وزارت د سپارښتنې پر اساس د کوکنار اړولو په کمپاين کې همکاري کوي.

هغه زياته کړه، پرون يې له شيګل ولسوالۍ څخه دغه کمپاين پيل کړى او په يو شمېر کليو کې يې لسګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاک کړې دي.

د همت په وينا، د کوکنار اړولو پر مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي او تر اوسه له کوم غبرګون سره نه دي مخ شوي.

امنيه قوماندان وويل، دغه کمپاين د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په مرسته او همکارۍ پر مخ وړي.

د ګل ولي په نوم يوه کروندګر وويل، حکومت دې دوى ته د کوکنارو پر ځاى اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړي، څو دوى په خپلو ځمکو کې نور شيان وکري.

هغه زياته کړه، دوى له مجبورۍ کوکنار کړي؛ ځکه چې په دې کې ګټه ډېره ده او په نورو فصلونو کې ډېره ګټه نه ترلاسه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.